Uncategorized

ګلبدين نايب هم الکترونیکي تزکیره ترلاسه کړه

ګلبدين نايب هم الکترونیکي تزکیره واخیسته دکرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان او الراونډر لوبغاړي ښالي ګلبدین نايب هم اليکترونيکي يا برېښنايي تذکره ترلاسه کړه، هغه وايي يوه بله دنده يې هم ترسره کړه.نوموړی وايي ویلي باید هر افغان دا دنده ترسره کړي

ښاغلي نايب په خپل ټويټر کې يو عکس خپور کړى دى، چې خپله اليکترونيکي تذکره ترلاسه کوي، نوموړې له دې عکس سره ليکلي دي. نن مې خپله يوه بله افغاني دنده هم ترسره کړه او خپله برېښنايي تذکره مې واخيسته. زموږ هويت زموږ وياړد يادولو وړ ده چې د اليکترونيکي يا برېښنايي تذکرو د پيلېدو څخه څه وخت وروسته په کرکټ بورډ کې هم يوه څانګه جوړه کړې وه، تر څو د ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو او د کرکټ بورډ کارکوونکو ته اليکترونيکي تذکرې ورکړي.

دغه وخت ډېرو لوبغاړو او د کرکټ بورډ ډېرى کارکوونکو اليکترونيکي تذکرې ترلاسه کړې، خو ګلبدين نايب اليکترونيکي تذکره اوس ترلاسه کړه، همدا راز يو شمېر نورو لوبغاړو هم برېښنايي تذکرې نه دي اخيستي.هیره دې نه وي چې د اليکترونيکي تذکرو د وېش لړۍ د کابل پرته په يو شمېر ولايتونو کې هم پيل شوې ده او ډېرى هېوادوالو ورته نومليکنه کړې او ډېرو يادې تذکرې ترلاسه کړې هم دي.

ګلبدين نايب هم الکترونیکي تزکیره ترلاسه کړه
ګلبدين نايب هم الکترونیکي تزکیره ترلاسه کړه

د يادولو وړ ده چې ګلبدين نايب د ٢٠١٩ کال نړيوال جام پر مهال د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د يو ورځنيو لوبو لوبډلمشر و، چې بدبختانه افغانستان په نړيوال جام کې هېڅ بريا ترلاسه نه کړه او تش لاس بېرته هېواد ته راستنه شوه.نوموړی د خو اخلاقو خاوند دی او اوسمهال خپل فامیل سره کابل کې ژوند کوي.

لیلا حبيبي

لیلا حبيبي یوه د روغتيا او زده‌کړې خبریاله ده چې د طبي پرمختګونو، د ښوونځیو د اصلاحاتو او د عامه هوساینې د نوښتونو په اړه لیکنې کوي. د هغې کار د ټولنې د روغ ژوند او تعلیمي ودې په ترویج تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button