نړیوال خبرونه

ګلبدین حکمتیار:دسولې لپاره باید یو نوی حکومت رامنځته شي

ګلبدین حکمتیار:دسولې لپاره باید یو نوی حکومت رامنځته شي د حزب اسلامي امیر ګلبدين حکمتيار پخپلو تازه څرګندونو کې يو ځل بیا په دې ټينګار کړی دی چې د سولې لپاره د حکومت بدلون ضروري دی،

ښاغلي حکمتیار وايي تر هغه چې حکومت بدل نشي د سولې راتګ امکان نه لري حکمتیار پخپلو دې تازه څرګندونو کې ويلي دي چې جمهورریس غني هم د حکومت بدلون ته غاړه ایښې وه خو په دې شرط چې یو نیم کال دې د مؤقت حکومت مشر هم دی وي، حکمتیار زياتوي ولسمشر غني پاکستاني مقاماتو ته دا وړانديز کړی و چې طالبانو ته دا ووايي چې اشرف غني په موقت حکومت راضي دی خو په دې شرط چې مشري به یې دی کوي او دا موقت حکومت به کم تر کمه يو نيم کال وخت لري،

دښاغلي حکمتیار په خبره چې پاکستاني مقاماتو ته د طالبانو له لوري د رد ځواب ورکړل شوی دی.حکمتیار او ځینې نور افغان سياستوال په دې قناعت دي چې طالبان په هېڅ صورت په دې راضي نه دی چې په اوسنی حکومت کې لږ يا ډېره ونډه ورکړل شي، دوی نه غواړي له موجود ټیم او حکومت سره يو ځای کار وکړي.

ګلبدین حکمتیار:دسولې لپاره باید یو نوی حکومت رامنځته شي
ګلبدین حکمتیار:دسولې لپاره باید یو نوی حکومت رامنځته شي

لومړی خو دا يوه بېله پوښتنه ده چې طالبان په ټاکنو باور لري او که نه، په فکري لحاظ ويلی شو چې طالبي فکر په ټاکنو باور نلري، خو ددې ډلې سياسي مشران په ښکاره وايي چې د خلکو اراده ورته الویت لري او هغه ډول حکومت به رامنځته کوي چې خلک ورسره همغږي وي.

سیاسی تجزیه نګاران په دې اند دي چې طالبان د اوسني حکومت په لاس د ترسره کېدونکو ټاکنو په شفافیت باندې هم باور نلري، ځکه د حکومت له لوري ترسره شوې پخوانۍ ټاکنې هسې هم د ټولې نړۍ د خندا او رشخند وې.پورته حالت ته په کتو حکمتیار او یوه ډله نور سياستوال په دې قناعت دي چې حکومت بايد بل راشي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button