لوبې خبرونه

ګلبدین نایب غواړي پاکستان سره دافغانستان سیریز کې ځان ځای پر ځای کړي

د کرکټ ملي ټیم پخوانی کپتان او الراونډر پلیر ګلبدین نایب په دې کوشش کې دی، چې د پاکستان پر وړاندې په اعلان شوې ټیم کې خپل ځان هم شامل کړي.او دغه سیریز کې لوبه وکړی.

د ځینو سرچینو په خبره ګلبدین نایب او یو شمېر مښکیني پلیران یو ځای شوي دي او د کرکټ بورډ پر ضد د راپورته کېدو ارادہ لري، چې کرکټ بورډ هم ترې په ویره کې دی دغه لوبغاړو او کرکټ بورډ ترمنځ بحثونه هم شوي دي او د یو بل د قانع کولو هڅې هم کړې ده، خو تراوسه پورې هېڅ ډله نه ده توانېدلې او لوبغاړي اخطار ورکړی دی، چې دوی به په رسنیو کې خپل غږ پورته کړي.

د دغه یوې ډلې لوبغاړو څخه کرکټ بورډ یا ځینې کسان په ویره کې دي، دوی له دې ویره لري چې که چېرته دې لوبغاړو غږ پورته کړ، نو ښايي د دوی وظیفی له خطر سره مخ شي.او اینده کې د دوی کرکټ سره هیڅ ډول تړاو پیدا نشي او کرکټ سره خدای پاماني وکړي.

20210731 112629
20210731 112629

د کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزی، چې په کرکټ بورډ کې یې یو څو کسانو ته واک ورکړی دی او لوبډله هم دا ځل د هغوی له خوا جوړه شوې وه، اوس له دې ویرې سره مخ دي، چې وظیفی له لاسه ورنکړي.

په همدې لړ کې ځینو سپورټي تحلیلګرو ویلي چې دا ډول اختلافات به ملي کرکټ ته ډېر زیان ورسوي او عام خلکو ته به له کرکټ څخه زړه تور کړی د دوی پر وینا ګلبدین باید د کرکټ بورډ پرېکړې ته احترام وکړي او د هر ډول کوشش نه لاس واخلی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button