هنر او ادب

ګل پاڼې خپله کلیزه ولمانزله

د پښتو مشهور سندرغاړی ګل پاشا

د پښتو ژبې مشهور سندرغاړې ګل پاڼه، چې له پښتو سربېره په دري او اردو یې هم سندرې ویلي دي، نن ورځ یې خپله ۳۳مه کلیزه لمانځلې او پر فیسبوکپاڼه یې ځانته د زېږون د ورځ مبارکې ویلې ده.

د ګل پاڼې اصلي نوم مهناز دی، هغه د ۱۹۸۹ کال د سپتمبر په ۶مه نېټه د خیبر پښتونخوا په پېښور کې زېږېدلې ده، چې نن ورځ یې ۳۳مه کلیزه ده او خپله د زوکړې ورځ یې لمانځلې ده. د پښتو ژبې دغه سندرغاړې د شپږو خویندو او یو ورور، خور ده، چې د انسکوپیډیا د معلوماتو له مخې، د پنځه فوټه او څلور اینچه منځني قد او ۵۵ کیلو وزن لرونکې ده او زده کړې تر ماسټرې پورې ترسره کړي او په ټولنیزو چارو کې سند لري.

نور یی ولوله | راکش روشن هم خپله کلیزه ولمانځله

نور یی ولوله | د سلمان خان ورو خپلې مېرمن ته طلاق ورکړ

ډېرې ښکلې غزلې

د ګل پاڼې لومړنی البوم (زما غزل) نومېږي، چې ډېرې ښکلې غزلې یې ورته انتخاب کړې وې او په ټولنیزو رسنیو یې زیات شمېر لایکونه او کتونکې ترلاسه کړل او په نورو مشهور سندرو کې یې، من آمدم، زه یمه ګل پاڼه، ستا د عشق بارانونه، ملنګه، د وصال طبیبه راشه، ته لال پري یې جینۍ او مینه د هر چا د وس کار نه دی، شاملې دي.

ګل پاڼه نه یوازې د پښتو ژبې مشهوره سندرغاړې او د پښتونخوا په شاوخوا کې زیات مینوال لري، بلکې هغې په کوک سټډیو کې د اردو ژبې مشهور سندرغاړې سره په ګډې سندرې (من آمدم) نړیوال شهرت ترلاسه کړه

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button