لوبې خبرونه

ګواسکر:IPL کې اوس هرټیم د راشد خان ارمان کوي

ګواسکر:IPL کې اوس هرټیم د راشد خان ارمان کوي د هندۍ ټیم پخوانی کپتان سنیل ګواسکر د هند په غوره لیګ ای پي ایل لیګ کې د افعان مشهوره ورو توپ اچوونکي راشد خان ستایلی. ده چې ګواکې د لیګ هرټیم ته د راشد خان درلودلو ارمان ورزي.

سنیل ګواسکر یو مشهور لوبغاړی دی. وایي، راشد داسې یو بالر دی چې د ای پي ایل لیګ ټولټیمونه یې د لرلو ارمان لري.سنیل ګواسکر چې د راشد خان ټولې لوبې څارلي دي د یوې پوښتنې په شکل یې ویلی دي که چېرې تاسې د ټولو لوبډلو له لوبډلمشرانو پوښتنه وکړئ چې غوره ګڼۍ کوم توپ اچوونکی دې په لوبډله کې درسره وي،نو باوري یم چې هر یو به د راشد خان سخت ارمان وکړي.

د هغه په وینا راشد روان کال د اماراتو په ویشتنځایونو هم خپلې جادوګرې توپ اچونې ته دوام ورکړی دی چې له امله یې هره لوبډله د هغه لرلو ارمان کوي .سنیل ګواسکر دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې افغان توپ اچوونکي راشد خان په تېرو پنځو لوبو کې د سنرایزرز لوبډلې لپاره نهه لړبغاړي وسوځول.راشد خان نه یوازې داچې په دغو پنځو لوبو کې مهمې ویکټې اخیستې، بلکې هغه غوره او تر ټولو ډیر اقتصادې بالېنګ هم روان کړی.

روان کال هم د ای پی ایل سیالیو پر مهال د افعان لوبغاړي راشد خان په اړه د کرکت نړۍ ډیری مبصرین څرګندونې کوي، دوي د سنرایزرز لوبډلې لپاره د راشد خان شتون تر ټولو ارزښتناکه بللی دی.راشد خان د سنرایزرز لوبډلې لپاره د یو سوپر سټار په توګه لوبیږي چې په ښو لوبو کولو سره یې د کرکټ مینه والو زړونه ګټلي دي.

سنرایزرز حیدراباد لوبډله هم د راشد خان په ستاینو نه مړیږي دوی تل د افعان بالر ستاینه په ټولنیزو رسنیو د ټویټر او فسبوک له لاري کوي.او راشد خان په نړی کې تر ټولو ښه بالر دی.او د نړی ګډ ګډ کې ېې مینه وال کوجود دي نوموړی تل د خپلو مینه واله څخه ستایل شوی.

ګواسکر:IPL کې اوس هرټیم د راشد خان ارمان کوي
ګواسکر:IPL کې اوس هرټیم د راشد خان ارمان کوي

د سنرایزرز حیدر اباد لوبډله وایي، دوی بختور دي چې راشد خان له ځانه سره لري او پر مټ یې ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي دي.راشد د ښه اخلاقو خاوند دی او د نړی په یو شمېر لیګونو کې بلوبیږي نوموړی د اي پي ایل څخه مخکې په د ویسټينډیز یو لیګ کې ولوبېد او هلته ېې هم ښه پرفامنس شوکړ.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button