ساینس او ټېکنالوژي

ګوګل کمپنۍ د ۲۰۲۵ کال لپاره د مصنوعي ځیرکتیا پرمختللی نسل وړاندې کوي

د ګوګل کمپنۍ اعلان کړی چې راتلونکی ۲۰۲۵ کال به د اې ای نوی نسل وړاندې کړي

د مصنوعي ځیرکتیا یا ذهانت دغه نوي بڼه یا نسل به د کاروونکو پر وړاندې له ګڼو سهولتونو برخمن وي او ګڼې اسانتیاوې به رامنځته کړي.

مصنوعي ځیرکتیا په حیرانوونکي توګه مخکې ځي او د هرې ورځې په تېرېدو نوي نوښتونه په کې رامنځته کېږي.

ګوګل کمپنۍ د مصنوعي ذهانت (AI) له نوې نسل ټکنالوژۍ سره پر وړاندې روانه ده.

ګوګل له یوه نوي څه پرده پورته کول

ګوګل د چهارشنبې په ورځ د مصنوعي ذهانت له یوې بلې څپې، چې هدف یې د انسانانو له لوري د کېدونکو کارونو او فکر کولو اسانه کول دي، پرده پورته کړه.

د ګوګل د AI نوی نسل د “جمینای” تر چتر لاندې وړاندې کېږي، چې یو کال وړاندې معرفي شوی و.

نور ولولئ:  د ۲۰۲۳ کال د مصنوعي ځیرکتیا غوره چټ‌بوټونه

نور ولولئ: د چټ جي پي ټي نوي بڼه متن په ویډیو بدلوي

ګوګل د “جمینای ۲.۰” خپرېدل د داسې AI ایجنټانو لپاره یو نوښت ګڼي چې د ځیرک یا سمارټفون له لارې ښودل شوي انځورونه تعبیر کړي، بېلابېلې ستړې کوونکې چارې ترسره کړي، هغه خبرې اترې په یاد وساتي چې کاروونکي یې له خلکو سره کوي، د ویډیو ګیم لوبغاړو سره د ستراتېژۍ په جوړولو کې مرسته وکړي، او حتی د آنلاین لټون دندې ترسره کړي.

د ګوګل اجرایي مشر، سندر پچای، په یوه بلاګ کې وړاندوینه وکړه چې په “جمینای ۲.۰” کې شته ټکنالوجي به ستاسو د شاوخوا نړۍ په اړه ډېره پوه شي، څو ګامونه مخکې به فکر وکړي او ستاسو تر څارنې لاندې به ستاسو په استازیتوب اقدامات وکړي. دا هغه هدف دی چې د نورو سیالانو، لکه د OpenAI له خوا جوړ شوي ChatGPT او د مایکروسافټ په څېر د صنعت د لویانو له خوا هم تعقیب کېږي، چې د ورته وسیلو په پراختیا بوخت دي.

ددې شته ځانګړتیاوې کومې دي؟

د ګوګل وروستۍ AI ټکنالوجي به په پیل کې د ازمېښتي ډلو او هغو پیرودونکو ته ځانګړې وي چې د “جمینای اډوانسډ” لپاره پیسې ورکوي، خو ځینې ځانګړتیاوې به د دې لټون انجن او ګرځنده اپلیکیشنونو له لارې وړاندې شي.

ګوګل پلان لري چې راتلونکی کال په پراخه پیمانه شیان راوباسي چې پکې دا ټکنالوژي به د ګوګل په وړیا محصولاتو لکه کروم براوزر، ډیجیټل نقشې، او یوټیوب کې هم څرګنده شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button