یوازینی افغان یهودی هم افغانستان پرېښودو ته اړ شو

یوازینی افغان یهودی هم افغانستان پرېښودو ته اړ شو.د افغانستان وروستي يهودي افغان هم پرېکړه کړې ده، چې نور خپل وطن پرېږدي او اسراييلو ته به کډه ویسي د هغه کورنۍ کلونه مخکې له افغانستان څخه اسراييل ته کډه شوې ده.او هماغلته ژوند کوي.
یاد يهودي افغان چې زابلون سيمينتوف نومېږي، وايي چې د طالبانو له راتلو ويره لري او له همدې امله اوس دې ته اړ شوی چې خپل وطن پرېږدي او اسرایلو ته کډه وکړي.ښاغلی سيمنيتوف وايي، چې شل کاله مخکې يې د طالبانو د ظلمونو له امله خپله کورنۍ اسراييلو ته ولېږله او اوس چې يې د دوى د بيا راتګ په اړه اورېدلي دي، نو هډونه يې رېږدي.او غواړيبل وطن ته کډه شي.
نوموړی وايي، هېڅ کله يې دې ته زړه نه کېده چې خپل وطن پرېږدي، خو پوهېږي که طالبان راغلل، نو په زوره يې له دې وطنه شړي، نو ښه ده چې په خپله لاړ شي.او ارام ژوند وکړي. هغه وايي، چې خپل وروستى جشن به لمانځي او د سپتمبر له لومړۍ نېټې وروسته به خپل هېواد پرېږدي.
هېره دې نه وي چې تر دې مخکې د سيکانو ډېرى کورنيو افغانستان پرېښى دى او هند او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي، همدا رنګه تر دې وړاندې هم د سيکانو او هندوانو ډېرې کورنۍ له دې هېواده کډه شوي دي او ډېر يې په هند کې مېشت دي.

افغانستان کې په دې وروستیو کې حالات ډېر خراب شوي دی او ورځ تر بله نور هم لا پسې خرابیږي. له همدې امله ډېری مسلمانان هم دې ته اړ شوي دي چې افغانستان پرېږدي او نورو ملکونو ته لاړ شي دوی وای دوی ته خپل ژوند مهم دی او چې کله هم حالات ښه شول دوی به بېرته خپل وطن ته راستانه شي.