ژوند

یوازې د نیمروز له لارې له ایران افغانستان ته د ۵۰۰ کډوالو د جنازو انتقال

په تېرو شپږو میاشتې کې افغانستان ته له ایران څخه شاوخوا د ۵۰۰ کډوالو جنازې انتقال شوي دي

طالب چارواکو دا ارقام خپاره کړي دي، دوی وايي چې ددې برخې قربانیان اکثره تنکي ځوانان دي چې له افغانستان ایران ته په مزدورۍ او غریبۍ پسې ځي.

د نیمروز لپاره د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وایي چې په وروستیو شپږو میاشتو کې له ایرانه د افغان کډوالو ۵۰۰ جنازې هېواد ته را لېږدول شوې دي.

نور ولولئ: اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو

د نیمروز د کډوالو چارو ریاست لپاره د طالبانو رییس عبدالله ریاض ویلي:«په دې تېرو شپږو میاشتو کې، د ایران له هېواده ۵۰۰ جنازې، را استول شوې دي. دا ۵۰۰ جنازې تقریباً د څو پېښو له امله را استول شوې دي. چې هغوی په تصادفي پېښو کې او په طبیعي مرګ او پر ډزو باندې وژل شوي دي.»

اکثره یې ترافیکي پېښو او قاچاقي لارو کې وژل کېږي

د هغه په خبره، دغو کډوالو په بېلابېلو پېښو، په ځانګړي ډول ترافیکي پېښو او یا هم په قاچاقي لارو ژوندونه بایللي دي.

په ورته وخت کې، د ځينو قربانیانو کورنۍ چې د خپلو خپلوانو د مړو د رسېدو په تمه دي، له ایرانه د مړو د لېږد بهیر پر ننګونو نیوکه کوي.

تر دې وړاندې د نیمروز امنیه قومندانۍ چارواکو ویلي وو، چې وروستي یوه کال کې یې ۱۵۰ انساني قاچاقبران نیولي دي.

نیمروز، ایران ته د افغان کډوالو د قاچاقي ورتلو دروازه ګڼل کیږي.

ایران ته د افغانانو په قاچاقي لارو تګ زیات دی

د راپورونو له مخې، هره ورځ پر دغه لاره سلګونه افغانان ایران ته قاچاقي سفر کوي، چې د لارې په اوږدو کې د قاچاقبرانو او ایراني ځواکونو له لوري مرګونو پېښو سره هم مخ کیږي.

ایران د میلیونونو افغان کډوالو کوربه هېواد دی، چې وخت په وخت یې کډوالو سره د ناوړه چلند خبرونه خپریږي.

نور ولولئ: د افغان کډوالو د ایستو په اړه د اسلام اباد پر وړاندې غبرګونونه

دا په داسې حال کې ده، چې ایران ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند له افغان کډوالو سره د دغه هېواد چلند ستایلی او له چارواکو یې مننه کړې ده.

خو ایران ته ورغلي خلک بیا وايي، چې له افغانانو سره د ایراني چارواکو او نظامیانو چلند سم نه دی، بلکې دوی د ټولو نړیوالو بشري قوانینو خلاف عمل ورسره کوي او وژني یې. طالبانو په دې اړه تر اوسه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button