ځایی

یوازې په تېر یوه کال کې ۵۰ خبریالان افغانستان کې نیول شوي

طالبانو په خوست کې د «غرغښت» راډیو خپرونې بندې کړې

طالبانو په خوست کې په راډیوګانو کې د نجونو پر ټیلیفوني اړیکو بندیز ولګاوه

د راډیو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې راډیویي خپرونې ولې بې کیفیته دي؟

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل تازه راپور کې د خبریالانو او رسنیو د حقونو د نقض په اړه د ۲۴ سلنه زیاتوالي خبر ورکړی دی. د دې مرکز کلنۍ ارزونې ښيي چې د ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې د ۲۲ رسنیو فعالیتونه هم درېدلي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز نن یکشنبه، د کب ۲۷، چې په افغانستان کې د «خبریالانو ملي ورځ» ده، خپل کلنی راپور د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ وضعیت په اړه خپور کړ.

د دې مرکز موندنې څرګندوي چې په ۱۴۰۳ کال کې د طالبانو له لوري د رسنیو د ازادۍ د ځپلو موارد زیات شوي دي.

د دې راپور پر بنسټ، د خبریالانو او رسنیو د حقونو د نقض پېښې د تېر کال په پرتله نږدې ۲۴ سلنه زیاتې شوې دي.

په تېرو ۱۲ میاشتو کې د افغانستان د خبریالانو مرکز لږ تر لږه د ۱۷۲ د حقونو د نقض پېښې ثبت کړې، چې د ۲۲ رسنیو د فعالیتونو درېدل او د ۵۰ خبریالانو نیول پکې شامل دي.

دا ۱۷۲ پېښې د حقونو د نقض په برخو کې د ۱۲۲ ګواښونو او لږ تر لږه د ۵۰ خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د نیونې موارد لري.

د ثبت شویو پېښو له جملې لږ تر لږه ۲۲ پېښې د رسنیو د فعالیتونو بندېدلو او یا هم د بندېدو په اړه دي، چې له دې جملې ۱۵ رسنۍ تر دې راپور خپرېدو پورې د بیا فعالیت اجازه نه ده ترلاسه کړې.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button