Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

ستاسې اند او نظر

یوناما له طالبانو وغوښتي چې د بشري حقونو نړیوال مکلفیت ته غاړه کېږي

یوناما ویلي چې طالبان دې د بشري حقونو رعایت کولو او مکلفیت ته غاړه کېږدي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د بشري حقونو د نړۍوالي ورځې په مناسبت وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو خوندیتوب په اوږدمهال او خطرناک ډول د له منځه تلو په حال کې دی او تر ډېره یې زیان ښځې او نجونې ګالي.

د ډسمبر ۱۰مه، د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان له‌خوا د بشري حقونو نړۍواله ورځ نومول شوې ده؛ خو افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې پر دغه هېواد حاکمه ډله د بشري حقونو څخه د سرغړونې په ډېرو مسایلو کې ښکېله ده.

د بشري حقونو نړیواله ورځ

یوناما د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت پر طالبانو غږ کړی، چې د بشري حقونو نړۍوال مکلفیت ومني.

یوناما له طالبانو څخه غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د ښځو، نارینه‌و، نجونو او هلکانو د اوسنیو او راتلونکو نسلونو د خوندیتوب او هوساینې لپاره د بشري حقونو نړۍوال مکلفیت ومني.

نور ولولئ: د کاناډا لومړی وزیر: پر افغان ښځو د طالبانو بندیزونه له وحشته ډک دي

نور ولولئ: ملګري ملتونه: د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند نسل وژنه ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما مشره روزا اوتنبایوا وايي: «په خواشینۍ سره، موږ په افغانستان کې په دوامداره توګه د برعکس چارو شاهدان یو، د امنیت په برخه کې له ښه‌والي او د وسله‌وال تاوتریخوالي له کمښت سره، سره د بشري حقونو خوندیتوب په اوږدمهال او خطرناک ډول د له منځه تلو په حال کې دی، چې ډېر زیان یې ښځو او نجونو ته رسېږي.»

له هر ډول زده کړو د نجونو بې برخې کول

مېرمن اوتنبایوا وايي، د طالبانو له لوري له زده‌کړو او کار څخه د ښځو او نجونو منعه کول د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو سیسټماتیک تبعیض په ګوته کوي.

روزا اوتنبایوا زیاته کړه:« له واک سره مسؤلیت ملګری وي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د خلکو د مشروع استازي په توګه د واکمنو چارواکو ادعا باید د ګډو ارزښتونو او معیارونو د ساتلو او پرمختګ لپاره له ریښتینو هڅو سره یو ځای وي.»

همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ استازې فیونا فریزر خبرداری ورکړی، چې که په افغانستان کې ښخې او نجونې له خپلو حقونو څخه بې برخې پاتې شي، دا به د افغانستان لپاره د یوې څرګندې ناکامۍ لامل شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button