سیمه

یوناما: پکتیکا کې د پاکستان د هوايي برید پلټنه باید وشي

یوناما ویلي چې پر پکتیکا د پاکستان هوايي برید کې ماشومان وژل شوي او باید پلټنه یې وشي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي، د باوري رپوټونو له مخې پکتیکا کې د پاکستاني ځواکونو هوايي برید کې لسګونه ملکیان چې ماشومان او ښځې هم په کې شاملې دي وژل شوي. دا خبره يوناما پر خپل اېکس پاڼه لیکلې او د دې پېښې د پلټنې غوښتنه هم کړې.

د ډسبمر پر ۲۴مې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو په دغه هوايي برید کې ۵۱ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

پوځ عملیات او د ماشومانو خوندیتوب

یوناما پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: “د نړیوالو قوانینو له مخې پوځي ځواکونه اړ دي چې د عملیاتو پر مهال د ملکیانو خوندیتوب په موخه ټول اړین ګامونه پورته کړي او د وسلوالو او ملکي وګړو تر منځ توپير وکړي. ”

یوناما زیاتوي چې یوه رسمي پلټنې ته اړتیا ده چې “د قربانیانو حقونه پر ځای شي او په راتلونکي کې د ورته پېښو مخنیوی وشي.”

نور ولولئ: ذبیح الله مجاهد: پکتيکا کې د پاکستان بمبارۍ ۴۶ کسان وژلي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي

نور ولولئ: پر پکتیکا او خوست د پاکستان هوايي بریدونه؛ د وژل شوو ۱۸ ته ورسېده

له دې وړاندې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې کابل کې یې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او پکتیکا کې یې د پاکستان هوايي بریدونو په تړاو ورته خپل احتجاج په ډاګه کړی. لوړپوړو طالب چارواکو ګوتڅنډنه کړې چې د پاکستان دې برید ته به په کلکه ځواب ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په لومړي ځل د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هوايي برید منلی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوچ ویلي چې پوځي ځواکونو یې “خپلو وګړو ته د ور پېښو ګواښونو له امله د افغانستان پر خاوره د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ د وسله والو ډلو پر وړاندې عملیات کړي.”

نن (پنجشنبه) اسلام اباد کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال اغلې بلوچ د دغو عملیاتو د تائید تر څنګ ویلي “هېواد یې د خپلو وګړو خوندیتوب لپاره یو موټی دی.”

نوموړې زیاته کړه چې د افغانستان پر خاوره ډیورنډ کرښې ته نژدې سیمو کې یې “دا عملیات د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ کړي.”

طالبانو د پاکستان پر وروستي برید توند غبرګون ښوولی او ویلي یې دي چې ددې بریدونو غچ به واخلي.

پر دې سربېره، پر طالبانو نیوکه ده چې پر افغان خاوره د تېري په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button