Uncategorized

یونیسف د افغانستان د روغتیایي سیستم له سقوط ژغورلی

یونیسف وايي چې د افغانستان د روغتیا سکتور دوی له سقوط څخه ژغورلی دی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وایي چې د ۲۷ زره کارکوونکو په ګومارلو او د زرګونو روغتیايي مرکزونو په پرانیستلو سره یې د افغانستان د روغتیايي سیستم د سقوط مخه نیولې ده.

یونیسف زیاتوي، چې دغه اقدام د نړیوال بانک د جنوبي اسیا څانګې او د اسیا پراختیايي بانک په همکارۍ ترسره شوی دی.

له ښځو څخه د یونیسف ملاتړ

په افغانستان کې د یونیسف د روغتیايي څانګې مشرې فوزیه شفیق وویل، دغه اداره توانېدلې چې د روغتیايي کارکوونکو په ځانګړې توګه د ښځو په ملاتړ، د اکمالاتو لړۍ په فعاله ساتلو او د روغتیايي مرکزونو د پرانستلو له لارې په افغانستان کې ۱۹ میلیونه وګړو ته خدمات وړاندې کړي.

یونیسف همداراز اعلان وکړ چې د دې صندوق خدمتونه په افغانستان کې د ماشومانو او کورنیو ژوند ژغوري.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د طالب رژیم د نه په رسمیت پېژندلو له امله د روغتیایي سکتور ګڼو تمویلونکو مراجعو له افغانستان سره مرستې ودرولې، چې ورسره د روغتیایي سکتور د سقوط اندیښنې رامنځته شوې وې.

په طبي برخه کې د بې‌سوادانو ګمارل او د جمهوریت ملامتول

طالبان جمهوري نظام ملامتوي، چې له پراخو نړیوالو مرستو سره یې پر ځان بسیا روغتیایي سیستم رامنځته نه کړای شو. خو شنونکي بیا پر طالبانو نیوکې کوي او وايي، په طبي سکتور کې یې هغه ملایان ګمارلي چې بغیر له دیني زده‌کړو نور علم نه لري او له همدې امله دوی په طبي برخه کې نه پوهېږي او په افغانستان کې ورڅخه طبي سکتور کمزوری شوی دی.

نور ولولئ: یونیسف : تېر یو کال کې ۱.۵ ملیونه افغانان ایران ته کډوال شوي

د طالبانو منتقدین همداراز ملایانو ته د روغتیايي سکتور له سپارلو سره دوی ملامتوي، چې د په میراث ورپاتې نیمګړي دغه سکتور د په لوی لاس سقوط پر لور روان دي. ددې تر څنګ د دوی منتقدین وايي، طالبان په ټولو تخنیکي او مسلکي ادارو کې ملایان او بې سوادان ځای پر ځای کړي دي او په هېڅ کار هم نه پوهېږي نو ځکه اکثره ادارې د سقوط تر پولې رسېدلي دي.

د طالبانو منتقدین وايي، د لوړو زده‌کړو وزارت هم یوه بې سواده ملا ته سپارل شوی چې د لوړو زده کړو په برخه کې یې ګڼې ستونزې رامنځته کړي او له مدیریت یې عاجز دی. خو طالبان بیا وايي، موږ پر هر څه پوهېږي او اداره کولی یې شو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button