کورني خبرونه

یونیسف د طالبانو له لاسوهنې پرته د افغان ښوونکو ته معاش ورکوی

 افغانستان  افغانستان

یونیسف د طالبانو له لاسوهنې څخه پرته د افغان ښوونکو معاشونه ورکوی د ملګرو ملتونو د کوچنیانو لپاره وجهي صندوق يونيسف يوې چارواکې اعلان کړی چې دغه اداره په همدا مهال يوه چاری  کار کوي چې له مخې يې د افغان ښوونکو مياشتني معاشونه په مستقيم ډول ورکړل شي.

د يونيسف دا چاره په داسې مهال  کې اخيستل کېږي چې نړيوالې ټولنې د پخواني حکومت له غورځیدو او د طالبانو له واکمنی سره طالبانو ته د پيسو په لېږلو بندي کړی او د افغانستان پانګه کنګل شوی  چې اوس مهال د طالبانو حکومت د دولتي کارکوونکو د معاشونو په ورکولو کې له ستونزو او کړاونو  سره  مخ دی چې دا اداره به په افغانستان کې د دولتي ښوونځيو ټول ښوونکي په يوه نوي سيستم کې شامل کړي چې له مخې به يې د دوی مياشتني معاشونه د حکومت له لاسوهنې پرته نیغ په نیغه  ورکول کېږی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د ښوونې او روزنې مشرې جينټ ويګلر رويټرز خبري اژانس ته ويلي

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

 افغانستان کې د نجونو د زدکړې ملاتړ لپاره تر ټولو ښه چاره دا ده چې په افغانستان کې له ښوونکو او ښوونځيو سره مرستې وشي د ښاغلې  زیاته کړی  دغه سازمان په افغانستان کې له مرستندويانو غوښتنه کړی  چې افغان کوچنیان هېر نه کړي د بشري مرستو د سازمانونو ویلی په افغانستان کې د طالبانو له اړخ د واکمنۍ لاسته راوړلو سره د دغه هېواد د روغتيا او پوهنې سکتورونه تر ټولو زيات تاثیر پری  شوي .

 د ملګرو ملتونو د کډوالو دارې یو این اېچ سي آر  شويو مرستو د دریو الوتکو څخه لومړنۍ هغه کابل ته رسېدلې  الوتکه کې نژدې دېرش ټنه توکي وو چې د جګړو له امله بې ځایه شویو کورنیو سره د ساړه ژمي په تېرولو کې همکارۍ وکړي.

پر کابل د طالبانو له واکمنی څخه وروسته افغانستان کې بیعی لوړې شوې بېکاري خورا زیاته شوي او اکثرو دولتي مامورینو معاشونه نه دي اخيستي. د لوېدیځو هېوادونو له اړخ د افغانستان د پانګې کنګل کول دا ستونزه خورا پراخه کړې .

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button