یونیسف غواړي چې افغانستان کې ۱۶۵ ښوونځي له روغتیايي اسانتیاوو سره سم جوړ کړي

یونیسف اعلان کړی چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د نجونو او هلکانو لپاره ۱۶۵ ښوونځي جوړوي، چې د لمرینې انرژۍ سیستمونه، روغتیايي خدمتونه او د اوبو څاګانې به ولري. دغه بنسټ ویلي چې دغه ښوونځي د جاپان په مالي ملاتړ جوړېږي، او له دې لارې به تر ۳۳ زره ډېر ماشومانو ته د زده کړې لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.
فوربز مجلې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق د راپور په حواله د چارشنبې په ورځ، د کب ۲۹مه راپور ورکړی چې یونیسف د جاپان د مالي ملاتړ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په مرسته د افغانستان په ختیځو، جنوبي او مرکزي سیمو کې لسګونه ښوونځي جوړوي.
یونیسف ویلي چې د دې ښوونځیو په جوړېدو سره به ۳۳ زره زده کوونکي، چې نیمایي یې نجونې دي، په یوه خوندي او مناسب تعلیمي چاپېریال کې زده کړې وکړي.
افغانستان له ګڼو تعلیمي ستونزو سره مخ دی. د فوربز د راپور له مخې، شاوخوا اووه میلیونه ماشومان د اقتصادي ستونزو او نورو محدودیتونو له امله له زده کړو بې برخې دي، چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.
په دې راپور کې راغلي: «نیمایي حکومتي ښوونځي د تدریس لپاره کافي ځای نه لري او ۵۸ سلنه یې د څښاک اوبو او د لاس مینځلو د اسانتیاوو له نشتوالي کړېږي. لږ له نیمایي حکومتي ښوونځیو دیوالونه لري.»
ډېر زده کوونکي په افغانستان کې په پرانیستي فضا، خیمو یا د ونو تر سیورو لاندې درس وايي. په ښوونځي کې مجهزه صنف لرل د ډېرو زده کوونکو هیله ده.
دغه ښوونځي د لمرینې انرژۍ سیستمونه لري چې تر اووه کیلوواټو بریښنا تولیدوي او د اوبو له څا څخه یې حوض ته پمپ کوي.
روبینا، چې په یوه ښوونځي کې ۲۵ کلنه ښوونکې ده، وايي: «مناسب چاپېریال زده کړې ته وده ورکوي او ماشومان کولی شي تمرکز وکړي. موږ له دې صنفونو لرلو ډېر خوښ یو.»
شکریه، چې د یوې تازه جوړې شوې ښوونځي د پنځم ټولګي زده کوونکې ده، وايي چې مخکې یې د زده کړو لپاره تمرکز نه شو کولای ځکه په تشناب د لاسرسي په اړه اندېښمنه وه.