یونیسف وايي، پر ۳۵زره افغان ماشومانو یې ژمني کالي ویشلي دي
![afghan 2025 02 06t125643.798](https://afghannow.net/wp-content/uploads/2025/02/Afghan-2025-02-06T125643.798-780x470.jpg)
اړوند خبرونه:
یونیسف د افغانستان د روغتیایي سیستم له سقوط ژغورلی
یونیسف : تېر یو کال کې ۱.۵ ملیونه افغانان ایران ته کډوال شوي
ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، چې دوی په افغانستان کې ۳۵ زره ماشومانو ته ژمني کالي وېشلي دي.
دې صندوق په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ژمنیو مرستو په کڅوړه کې جاکټ، خولۍ، پتلون، بالاپوش، څادرونه او جرابې شاملې وې.
ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق داسې مهال د دې مرستو د وېش خبرداری ورکوي، چې په هېواد کې ورځ نه بلې ته د فقر کچه په پراخېدو ده.
د ځینو کورنیو لپاره دا مهال د خپلو کورونو او ماشومانو تودولو توانایي څه چې د دوی لپاره خوراکي توکي هم نشي برابرولی.
ځینې کورنۍ وایي، چې د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو د برابرولو او د کورونو او ماشومانو تودولو تر منځ یو انتخاب لري او دې وضعیت سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
بل لورته د ملګرو ملتو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې روان ۲۰۲۵ کال به په افغانستان کې له یو میلیون کسانو سره نقدي مرسته وشي.
دغه راز د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې سازمان (ایف اې او) پرون چهارشنبه ویلي، چې د اروپایي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو د ادارې په کومک به تر لس زره ډيرو کورنیو ته پیسې ورکړي او د څارویو د ساتنې او روزنې بستې به وروسپاري.