کورني خبرونه

یونېسف د افغانستان لپاره د بل وخت پرتله د زیاتو مرستو غوښتنه وکړه

  افغانستان  افغانستان

یونېسف د افغانستان لپاره د بل هر وخت پرتله د زیاتو  مرستو غوښتنه وکړی په ملګرو ملتونو سازمان کې د کوچنیان ملاتړ ادارې یونېسف په خپل تاریخ کې د یوه هېواد لپاره د بل   وخت پرتله د زیاتو  مرستو  غوښتنه کړې.

یونېسف په یوه اعلامیه کې ویلي  له ۲۴ میلیونه افغانانو سره یې چې نژدې نیمايي یې کوچنیان دي د بشري مرستو لپاره د دوه میلیاردو ډالرو بسپنې غوښتنه کړې. یونېسف مسوولین اټکل کوي چې مناسبو خوړو  پاکو اوبو او د نظافت کافي وسایلو ته د لاسته نه راوړنی له امله  به ۲۰۲۲ کال له هرو دوو افغان کوچنیان  یو په کمزوری وی. یونېسف مسوولین هیله مند  دي چې د مرستې همدغه  دوه میلیارده ډالر به په افغانستان کې د کوچنیان  او کورنیو لپاره د روغتیایی، خواړه ، نظافت او زدکړو برخو کې د خدمتونو لړۍ له  ویجاړېدو څخه وژغوری

دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

د افغانستان لپاره د یونېسف استازې الیک اکونګا په دې اړه په یوه پیغام کې ویلی په افغانستان کې اوس مهال  بشري وضیعت په ځانګړي توګه  د کوچنیانو  لپاره سخت اندېښمنونکی دی. ژمی له مخه رارسېدلی او له اضافي مالي مرستو بغیر به یونېسف او مرستندویه ادارې و نه توانېږي هغو  کوچنیان او کورنیو ته د همکاری لپاره ورسېږي  چې مونږ  ته تر ټولو  نورو  هر چا زیات اړمن  دي د ملګرو ملتونو دا چارواکي وېره ښکاره کړی  چې دا مهال میلیونونه افغان کوچنیان د لوږې او تر  مړینې له خطر سره مخامخ دي.

نوموړې زیاته کړی  دوی هڅه کوي چې له هرې شونې لوری له هغو افغان کوچینانو  سره مرستې وکړې چې د هېواد په ښوونځیو کې د څښاک پاکو اوبو او نظافت نشتوالي له امله د تاوتریخوالي له خطر سره مخامخ دي.  چې تېره اونۍ نړیوال بانک کې د افغانستان بیا رغونی  صندوق  په افغانستان کې د بشري کړکیچ  مخنیوي.لپاره په دې څانګه کې د افغانستان له یو اعشاریه پنځه میلیارده کنګل شوې شتمنۍ څخه  د ۲۸۰ میلیونو ډالرو پرانیزیدل تایید کړل.

د سرچینو  ویلی  چې دا ۲۸۰ میلیونه ډالر به د خوړو نړیوال سازمان او د کوچنیانو  ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونېسف ته په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ورکړل شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button