Uncategorized

یوه نوې څېړنه ښيي چې اسپانیا کې زرګونه کلونه وړاندې خلکو مخدره توکي کارول

یوه نوې څېړنه په ډاګه کوي چې په اسپانیا کې خلکو له ننه نژدې ۳۰۰۰ کاله مخکې نشه لرونکي درمل کارول

ساینس پوهان وايي چې په مینورکا سیمه کې له یوې هدیرې موندل شوي ویښتان ښيي چې پخوانیو انسانانو دغسې دارو چې سخته نشه یې درلوده  له ونو او بوټو ترلاسه کول.

دا په اروپا کې لومړنۍ داسې مستقیمې نښې نښانې بلل کېږي چې ښيي پخوانیو مدنیتونو کې د نشې لرونکو دارو او درملو دود شتون درلود.

څېړونکو ته مالومه شوې چې د دې مخدرو موادو له کارولو سره به انسانان په توهمي فکرونو کې ډوب او په هزیاني کیفیت به مبتلا کېدل.

د دې څېړنې موندنې چې په ساینس جورنال ساینټفیک کې خپرې شوې د مینورکا سمیې په ایس کارټکس نومي غار کې په دې تړاو د انسانانو فعالیتونه څرګندوي.

د دې غار په هکله ویل کېږي چې تر ۲۰۰ پورې انساني قبرونه پکې دي او له مېلاده ۸۰۰ کاله مخکې نژدې ۶۰۰ کالو پورې د هدیرې او مذهبي مراسمو د ځای په توګه کارول کېده.

څېړونکي همدارنګه وايي چې دوی باوري دي موندل شوې بېلګې چې ښايي د خورا سختې نشې لامل کېدې په همدې غار کې د مذهبي مراسمو د یوې برخې په توګه کارول کېدې.

د موندل شویو موادو بېلګو څېړنه ښيي چې په مذهبي مراسمو کې کارول کېدونکي دا توکي چې رنګ یې سور بخون اوښتی دی د ذهني کیفیت اوښتو د دریو ډولونو لامل کېده.

ساینسپوهانو د اتروپین او سکوپولامین تر څنګ چې انساني ذهن له توهمي فکرونو ډکوي، ایپیدراین هم موندلي چې د انرژۍ او بیدارۍ لامل کېږي

له دې مخکې په اروپا کې له تاریخ نه د وړاندې زمانې مخدره موادو د شتوالي غیر مستقیم ثبوتونه موندل شوي وو چې یوه بېلګه یې په هنري اثارو کې د مخدره موادو د بوټو انځورونه وو.

نور ولولئ: واشنګټن پوسټ: په افغانستان کې د نشه يي توکو کاروبار په ډېرېدو دی

د نشه يي توکو نه استفاده خورا لرغونی تاريخ لري خو دا لومړنی ځل دی چې ساینس پوهان د دغو توکو د کارولو مستقيم تاريخ ۳۰۰۰ کاله پخوانی ګڼي.

په ورته مهال کې په افغانستان کې هم په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې په ډېرېدو دی. د چارو کارپوهان يې عمده لامل په افغانستان کې فقر، بې‌کاري او د سواد ټېټه کچه بيانوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button