افغانستاناقتصاد او سوداګري

یوه ښځه او دوه پاکستانیان د سرو زرو د غلا په تور ونیول شول

اړوند خبر:

طالبان: “د ښځینه بندیانو لپاره په زنداننو کې د غالۍ اوبدلو مرکزونه جوړوو”

بغلان کې د يوې ښځې په ګډون دوه پاکستانيان د «سرو زرو» په غلا کې نیول شوي

بغلان ولایت کې طالبانو د يوې ښځې په ګډون دوه پاکستاني اتباع د «سرو زرو» د غلا پر مهال نيولي دي.

یاد ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، دغه کسان د سرو زرو پلورنځیو او صرافیو له غلاوو سره تړاو لري او د درېیو وروستیو ورځو په اوږدو کې یې په کابل، پروان او بغلان ولایتونو کې څو غلاوې کړي دي.

طالب مسوولان په یوه خبرپانه کې وايي، نیول شوو کسانو له کابل څخه د ۶زره ډالرو په ارزښت زر، له پروان د ۱۵۰ زره افغانیو په ارزښت زيورات، او له پلخمري څخه ۳۰۰ ډالره غلا کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د غلا شوې شتمنۍ يوه برخه بیرته ترلاسه شوې او د نورو مالونو د موندلو او د دوی د ملګرو د نیولو هڅې روانې دي.

د پلخمري ښار د لومړۍ امنیتي حوزې امر ملا عبدالوکيل احمدي وايي، نیول شوو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې منلې چې له دې وړاندې یې په څو هېوادونو؛ سعودي عربستان، بحرین، عراق، چین، تایلنډ، ایران، دوبۍ، عمان او فرانسه کې هم غلاوې کړې دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button