افغانستانساینس او ټېکنالوژي

یوټیوب افغانستان، ایران او پاکستان کې د یوټیوب چینلونو مونټایز بند کړ

په ۲۰۲۴ کال کې څنګه انلاین پیسې وګټو؟

د مدیریت پېژندنه، د هغې مهارتونه او دندې

د خپلو پیسو مدیریت زده کړئ

د نړۍ تر ټولو سترې ویډیويي خپرونې شبکې “یوټیوب” چې د امریکایي ټېکنالوژۍ لوی شرکت “ګوګل” تر چتر لاندې فعالیت کوي، د افغانستان، ایران او پاکستان د ټولورسمي او غیرې رسمي  یوټیوب چینلونو لپاره منټایزېشن یا د عوایدو ورکولو پروسه درولې ده.

په رسمي ډول د یوټیوب له لوري خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دا پرېکړه د سیمه‌ییزو امنیتي حالاتو، نړیوالو بندیزونو، او د تجارتي پالیسۍ د ارزونې پر بنسټ شوې ده. ددې بندیز له امله، اوس د یادو هېوادونو له هیڅ یوټیوب چینل څخه اعلانونه نه خپرېږي او نه هم ویډیو جوړوونکو ته د عوایدو زمینه برابره ده.

سرچینې وایي، دا پرېکړه د څو مهمو نړیوالو تحولاتو له امله شوې، چې پکې لاندې درې کلیدي پېښې د پام وړ ګڼل شوي دي:

  1. 1. روسیې له لوري د طالبانو تر مشرۍ لاندې افغان حکومت رسمیت پېژندل:

راپورونه ښيي چې له دې وروسته د امریکا او متحدینو لخوا د طالبانو پر حکومت سیاسي فشارونه زیات شول، چې د یوټیوب دا ګام یې هم یوه برخه بلل کېږي.

  1. 2. ایران – اسرائیل جګړه:

ایران چې په وروستیو میاشتو کې د اسرائیلو پر ضد پوځي اقدامات کړي، له دې امله د لویدیځ له سختو بندیزونو سره مخ شوی. ددې فشارونو یوه پایله همدا ګڼل کېږي، چې یوټیوب د ایران چینلونه هم غیر منټایز کړي.

  1. 3. پاکستان کې د ترهګرۍ زیاتېدونکی ګواښ:

د خېبر پښتونخوا، بلوچستان او نورو سیمو کې د ترهګرو ډلو فعالیتونو زیاتوالی، د بیان ازادۍ او خپرونو د خوندي‌والي په برخه کې جدي اندېښنې راپیدا کړې، چې له امله یې یوټیوب د منټایزېشن سیسټم ودرولو ته مجبوره شوی.

دا هم ولولئ:  د طالبانو لخوا پر ښځو د طبي زده کړو بندیز ته د بریتانیا د سفارت غبرګون

کارپوهان باور لري چې دا پرېکړه یوازې تخنیکي نه ده، بلکې سیاسي اړخونه هم لري. د افغانستان یو وتلی یوټیوبر وایي:

“د یوټیوب له خوا دا ګام زموږ پر اقتصادي راتلونکي مستقیم اغېز لري. زموږ د محتوا تولید، امکاناتو او ژوند وسیلې له همدې لارې وو، خو اوس بې برخلیکه پاتې یو.”

په عین حال کې، د رسنیو د ازادۍ ملاتړي بنسټونه پر یوټیوب انتقاد کوي او دا پرېکړه د عامو خلکو د رایې، فکر او بیان پر ازادۍ محدودیت بولي.

تر دې دمه د ګوګل یا یوټیوب له خوا د دې بندیز د پای ته رسېدو کومه ټاکلې نېټه نه ده اعلان شوې، خو تمه ده چې دا موضوع به د نړیوالو سازمانونو، رسنیزو بنسټونو او د بشري حقونو د فعالانو له لوري تر جدي ارزونې لاندې ونیول شي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button