نړیوال خبرونه

یو امریکايي بندي د قطر په منځګړیتوب د طالبانو له زندانه خوشی شو

اړوند خبرونه:

امریکايي پلاوي چې زلمی خلیلزاد هم په کې و، له امیرخان متقي سره لیدلي

جورج ګلیزمن چې د ۲۰۲۲ کال د ډسبمر په میاشت کې یې افغانستان ته د سیلاني په توګه سفر کړی و، د طالبانو د استخباراتو لخوا ونیول شو او نن د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او امریکايي پلاوي تر لیدنې وروسته او د قطر هېواد په منځګړیتوب ددغه ډلې له زندانه خوشی کړی شو.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ هم ومنله چې یو امریکایي وګړی چې د طالبانو لخوا په افغانستان کې د دوه کلونو راهیسې زنداني و، خوشې شوی دی.

جورج ګلیزمن چې د اټلانټا یو هوایي مخانیک او انجینر دی د طالبانو د استخباراتو لخوا افغانستان ته د سفر پرمهال نیول شوی و.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل: “د جورج خوشې کېدل یو مثبت او رغنده ګام دی.” هغه زیاته کړه: “ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د نړۍ په کچه د ټولو غیر عادلانه نیول شویو امریکایانو د خوشې کولو لپاره خپل نه ستړي کېدونکي کار ته دوام ورکړي.”

د رویټرز د سرچینو په حواله ګلیزمن د پنچشنبې په ماښام په یوه قطري الوتکه کې ددغه هېواد پلازمېنې دوحې ته ولېږدول شو.

روبیو د قطر د “ثابتې ژمنتیا او ډیپلوماتیکو هڅو” ستاینه وکړه، چې هغه وویل د جورج د خوشې کولو په ترلاسه کولو کې یې مهم رول درلود.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي چې له امریکايي پلاوي سره خبرې یې پر دوه اړخیزو اړیکو او په متحده ایالاتو کې د افغانانو لپاره پر قونسلي خدماتو راټولې وې.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button