نړیوال خبرونه

یو دوه فوټه سړي له (۲۰۰) کیلو وزن لرونکې نجلۍ سره واده کړی

په نړۍ کې ډېر د داسې په زړه پورو او بې سارو جوړو ترمنځ د واده راپورونه خپاره شوي، چې د مینې کیسه یې خلک نه مني، خو هوښیاران وایي چې جوړې په اسمانونو کې جوړېږي او ناوې او زوم چې هر څنګه وي، اړیکه یې جوړېږي.

اوس په دې لړ کې په زړه پوری خبر دا دی چې یوه دوه فوټه شخص له یوې داسې نجلۍ سره واده کړی چې وزن یې ۲۰۰ کیلو ګرامه دی.

دوی پخپله خوښه سره واده کړی، د زوم نوم شان دی، چې ۲۲ کاله عمر لري، خو د نجلۍ نوم نه دی په ډاګه شوی، خو دوی دواړه هنرمندان دي چې په سټیج کې یوځای اداکاري کوي.

نور یی ولوله | ازبکستان د افغانستان، ایران او هند له چابهار هوکړې سره ‘یو ځای شو

د ۲۰۰ کیلو وزن لرونکي ناوې رسنیو ته ویلي چې ډېر بد احساس کاوه چې خلکو به د شان د ټیټ قد له امله په هغه باندې مسخرې کولئ او کله چې خلکو زما د وزن له امله پر ما ټوکې کولې، نو شان به بد احساس کاوه.ناوې وایي چې موږ له اوو میاشتو راهیسې سره په اړیکه کې و، بیا رانه شان د واده غوښتنه وکړه او دا هم وایي چې زما کورنۍ د واده مخالفت وکړ، ځکه چې د شان قد ټیټ و.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button