سیمه ییز خبرونه

یو سړي د تقاعد ترلاسه کولو لپاره د پلار جسد داسې ساتلی لکه ژوندی چې وي

یو سړي د خپل پلار مړینه پټه کړه

په امریکا یو سړي د خپل پلار مړینه پټه کړې وه او د تقاعد او نورو مالي ګټو د ترلاسه کولو لپاره یې د هغه جسد د کور په څوکۍ کې ایښی و او داسې معلومېده لکه هغه چې ژوندی وي.

د نړیوالې وېبپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د کلیفورنیا ایالت چارواکي وايي، د یوه کور په څوکۍ یې یو داسې جسد موندلی، چې د مړینې یې څو کلونه تېر شوي ول، خو په داسې بڼه یې ایښی و چې د مړ او ژوندي معلومات یې نه کېده.ویل کیږي عامو وګړو ته هم تر ډېره د دې معلومات نه وو

ځایي پولیس وايي، تیره میاشت مو د کالیفورنیا په جیکسن سیمه کې په یو سړي، چې اوس مړ شوی دی، شک و چې د خپل پلار جسد یې د پیسو ترلاسه کولو لپاره په کور کې ساتلی دی

نور یی ولوله | هند کابل ته خپل ډېپلوماټان استولي دي

نور یی ولوله | هند کابل ته خپل ډېپلوماټان استولي دي

د پلار جسد په څوکۍ کېښودل شو او په ډزو ووژل شو

پولیس وایي، کله چې دا سړی مړ شو او خپلوان یې خبر شول، نو کور ته راغلل خو چې ګوري په څوکۍ کې د پلار جسد ایښودل شوی وي او پکی ورته لګېدلی وي. دوی زیاتوي، د جسد حالت خراب و او داسې شواهد ترلاسه شوي چې دا څو کاله وړاندې مړ شوی دی.

پولیس دا سړی (۹۱) کلن ښیي او نوم یې ایډا کلینټن فریر یادوي او د زوی نوم یې رینډل فریر اخلي او دا هم وایي، چې رینډل فریر به په دې ډول د پلار تقاعد اخیسته او که هغه مړ شوی نه و نو ښایي څوک یې په مړینه نه و پوه شوي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button