نړیوال خبرونه

یو شرکت د کرونا ویروس مخنیوي لپاره درمل جوړکړې

کورونا ویروس پر مهال ګڼو هېوادونو کې کرنټین لګېدلی دی او خلک تر نامعلومو نېټو پورې په کورونو کې کېنول شوي دي کرونا و یروس د هرات په شمول د هۍواد یو شمېر نور ولایاتو ته هم رسيدلۍ او۳۰۰ نه یی ډۍر خلک نیولي دي .که څه هم دا ویروس د انسانانو ته د زیان سره سره د ژوند په نورو اړخونو هم اغېز کړۍ او په ټوله کې بیا د افغانستان یی ډۍر اسر کړۍ د یو شزکت درمل چې د کورونا ویروس د ناروغانو د درملنې په موخه جوړ شوي وو، د کورونا ویروس په ناروغانو استعمال شوي وو او لومړنۍ ازمایشي پایلې یې هيله بخښونکې وې. د دغه درملو پایلې ډاکټران د کورونا ویروس د نارغانو لپاره د درملو جوړولو لپاره هېله من کړي دي.

د بلومبرګ د راپور پر اساس، د ګیلیډ ساینس شرکت څه وخت مخکې د کورونا ویروس ضد درملو له تولیدولو نه خبر ورکړی و او پرېکړه یې کړې وه، چې په لومړي ځل به یاد درمل د کورونا ویروس په یو ناروغ استعمال شي.

په تازه راپور کې راغلي دي، چې د ګیلیډ شرکت دغه درمل په لومړي ځل په داوطلبانه توکه پر ۵۳ امریکایانو، اروپایانو او کاناډایانو استعمال شول.

دغو ناروغانو ته لس ورځې پرلپسې درمل ورکړل شول او نور هر ډول درمل پرې بند شول، چې په پای کې له ۱۸ ورځو وروسته د ناروغانو وضعیت ۶۸ سلنه جوړ شول. د دوی له ډلې ۱۷ هغه کسان چې د شدید ناروغان وو او له ونتیلاتور نه یې ګټه اخیسته، ښه شول او له یادې وسیلې نه یې ګټه اخیستل پرېښودل. په یادو ناروغانو کې ۵۰ سلنه بېخي جوړ شول او یوازې ۱۳ سلنه ناروغان چې له ونتیلاتور نه یې ګټه اخیسته، مـړه شول.

یو شرکت د کرونا ویروس مخنیوي لپاره درمل جوړکړې

د امریکا د رنځپوهنې (Cedars-Sinai Medical Center) رييس جوناټا ګرین وايي: موږ نشو کولی په قطعي توګه پرېکړه وکړو، چې دا درمل د کورونا ویروس ناروغانو ته اغېزمن درمل وګڼو، خو د ناروغانو پايلو ښودلې چې ریمډیسیوير (Remdesivir) درمل د کورونا ویروس ناروغانو ته ګټه رسونکي دي.

خو د لندن پوهنتون د وبا ناروغیو استاد سټیفین ایوانز بیا وايي: د دې څېړنې پایلې نه تفسیرونکې دي. که څه هم د یادو درملو په اړه شواهد موجود دي، خو په اسانۍ سره نه پوهېږو چې هغه څه چې د کورونا ناروغانو ته پېښېږي، په اړه یې ډاډه واوسو.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button