نړیوال خبرونه

یو شمېر هېوادوال د برښنايي تذکرې لګښت زیاتېدو ته اندېښمن دي

یو شمیر هېوادوال د برېښنايي پیژند پاڼو د بیې له لوړوالي شکایت کوي. د برېښنايي تذکرو يو شمېر غوښتونکي د احصايې او معلوماتو ملي ادارې له مسوولينو غواړي چې د برېښنايي تذکرو بيه د پخوا په څېر راټيټه کړي

دوی وايي، تر دې مخکې د هرې تذکرې بیه ۱۰۰ افغانۍ ټاکل شوې وه، خو له څه مودې راهیسې دغه بیه ۳۰۰ افغانیو ته ختلې ده< د پروان ولایت اوسېدونکی محمد ظاهر وايي: «مخکې د تذکرې بیه سل افغانۍ وه، اوس درې سوه افغانۍ شوې. باید بیې یې راټیټې شي، ځکه ډېر خلک بې‌روزګاره دي. زده‌کړیال عرفان الله زیاتوي: «غواړم پېژندپاڼه واخلم، مخکې ارزانه وه، خو اوس ګرانه شوې

د کابل اوسېدونکي

له دې سره سم، د کابل اوسېدونکي په هېواد کې د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر له بیا پیلېدو هر کلی کوي< د کابل اوسېدونکی شریف‌الله څرګندوي: «یوه اوونۍ شوه چې چاپ‌خونې بیا فعالې شوي، هر څوک چې نوم‌لیکنه کوي، په یوې ورځ کې بایومټرېک کېږي، له یوې اوونۍ وروسته ورته تذکره ورکوي> د کابل یو بل اوسېدونکی سبحان‌الله وايي: «ډېری یې د دولت مامورین، مجاهدین او د کابل اوسېدونکي دي چې ورته نوم‌لیکنه کوي. احصایې او معلوماتو د ملي ادارې مسوولین وايي، د یوه خصوصي کوریايي شرکت له لوري ۳ مېلیونه برېښنايي تذکرې چاپ شوي او لا تر اوسه ۱ اعشاریه ۷ مېلیونه یې کابل ته رالېږدول شوي دي. 

نور یی ولوله | د کابل تر ټولو پیاوړی پوهنتون 

نور یی ولوله | خلیل‌زاد: د افغانستان وضعیت د امریکا لپاره ښه دی

برېښنايي تذکرې

د دوی په وینا، پاتې ۱٫۳ میلیونه نورې برېښنايي تذکرې به په نږدې راتلونکې کې هېواد ته راولېږدول شي. د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافع زیاتوي: «څه موده وړاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د یوه خصوصي کوریايي شرکت سره د الېکټرونکي تذکرو د پولیکاربونیټ کارټونو په تړاو یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ چې په اساس به یې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته تذکرې ورکول کېږي. د همدې کارټونو لومړۍ جوپه موږ ته رارسېدلې ده 

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې مسوولین زیاتوي، په ټول هېواد کې د برېښنايي تذکرو د وېشنې بهیر بیا پیل شوی دی. د سرچینې په وینا، دغه بنسټ د لومړي ځل لپاره د بدخشان د واخان ولسوالۍ ۵۷۱ اوسېدونکو ته کاغذي تذکرې ورکړي او د انټرنټ د نشتوالي له امله هغو ته د برېښنايي تذکرو د ورکړې په برخه کې پاتې راغلي دي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button