نړیوال خبرونه

یو میلیون افغان ماشومان درانه کارونه کوي

په افغانستان کې تقریباً تر یو میلیون ماشومان پر درنو کارونه اخته دي

د کار نړیوال سازمان «ای‌اېل‌او» له لوري د کارګرو ماشومانو د کار مخنیوي نړیواله ورځ په بلخ کې ونمانځل شوه.

په یاده نمانځ‌غونډه کې د کار نړیوال سازمان مسوولانو اندېښنه وښوده چې افغانستان کې تر یو میلیونه ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي. بلخ کې د کار نړيوال سازمان استازي عبادالله احمدي یاده غونډه کې وویل، بې‌وزلي، د کاري فرصتونو کموالى او د کورنيو د مشرانو وزګارتیا لامل شوې چې افغانستان کې د کارګرو ماشومان شمېر لوړ شي.

نوموړی وايي، «څه باندې یو میلیون ماشومان چې عمرونه یې له پنځو تر ۱۷کلنې دي پر کارونو بوخت دي. کار او درانه کارونه لږ توپیر لري او له بده‌مرغه چې موږ یې افغانستان کې شاهدان یو چې ماشومان د ډبرو سکرو کان کې کار کوي. همداراز دوی سوال کولو ته اړ کېږي او دا یوه غمیزه ده.»

په دې اړه څرګندونې

کوچنی اسدالله چې د مزارشريف ښار په یوه څنډه کې پر درنو کارونو بوخت دی، وايي چې د بې‌وزلۍ له امله ښوونځي ته د تلو پر ځای اړ دی چې د خپلو کورنیو لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په موخه درانه کارونه وکړي. هغه وویل: «پلار مې سپین ږیری دی او زه دلته کار ته راځم، ښوونځي ته تلم، خو اوس نشم تللی.»

طالب چارواکي هم دا مني

د بلخ د کار او ټولنیزو چارو ریاست د رسمي شمېرو پر بنسټ اوس په دغه ولایت کې څه باندې ۱۶زره ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي. د بلخ د کار او ټولنيزو چارو رياست د ټولنيزې څانګې رییس بريالي فايق وویل: «بلخ کې مو چې کومه سروې کړې، شاوخوا ۱۶۰۸۴ کسان پر درنو کارونو بوخت دي او څنګه یې چې موږ ووینو په شمېر کې یې کموالی نه دی راغلی.»

نور ولولئ: یونیسف په خوارځواکۍ د اخته ۳۵زره افغان ماشومانو درملنه يې کړې

بل‌خوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي د کارګرو ماشومانو د ملاتړ، د زده‌کړو او کاري فرصتونو د برابرولو برخه کې د هڅو خبره کوي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال دین‌محمد حقبین وویل: «د ریاست‌الوزرا په مشري کمېسیون جوړ شوی او دوی پسې ګرځي، الحمدالله په ۱۰۰ کې ۸۰سلنه کنټرول شوي، موږ غواړو چې د دوی لپاره د کار او تعلیم زمینه برابره کړو، خو دا شل کلنه مسله ده او یوه دوو کلونو کې نه حل کېږي.»

په دې ماشومانو کې هغه یتیمان هم شته چې په جګړو کې یې پلرونه وژل شوي او اوس دوی د کورنیو د ساتنې مسئولیت لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button