سیمه‌ییز

یو ننګرهاری ځوان د ترکیې د سرحدي پولیسو له خوا ووژل شو

په ننګرهار کې ځایي سرچینې وايي چې د دغه ولایت یو اوسېدونکی د ترکيې د پوله ساتو ځواکونو د ډزو په پایله کې وژل شوی دی.

سرچینو پنجشنبه د سلواغې پر ۱۱مه تایید کړه چې دا ځوان د ترکیې په « اوران» سرحدي سیمه کې وژل شوی دی.

د سرچینو په وینا، دغه ځوان شهیدالله نومېده او د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی و.

سرچینو زیاته کړه چې دغه ځوان غوښتل چې د ایران له لارې ترکیې ته ولاړ شي او بیا ځان اروپایي هېوادونو ته ورسوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې له کلونو راهیسې هېوادوالو د بې وزلۍ او بې روزګارۍ له امله د سفر لاره غوره کړې او د یو شمیر هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو او انساني قاچاق کوونکو د تاوتریخوالي قرباني شوي دي.

دا بهیر پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، څو برابره زیات شوی دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button