نړیوال خبرونه

یو هندي مسلمان هره ورځ ۲۲۰ میلیونه روپۍ خېرات کوي

یو مسلمان هندی چې هره ورځ ۲۲۰ میلیونه روپۍ خېرات کوي.په هند کې د هغه شتمنو کسانو لیسټ نشر شوی دی، چې هر کال کروړونه روپۍ خېرات کوي، د دې لیسټ پر بنسټ د هند عظیم پریم جي په نوم یو مسلمان سوداګر هره ورځ ۲۲۰ میلیونه هند روپۍ خېرات کړي دي.

د انډین میډیا رسنیو د راپورونو په وېنا، دغه شتمنو کسانو په تېر یو کال کې ټولې ۹ زره او ۳۲۰ کروړه یا ۹۳۲۴۰ میلیونه روپۍ خېرات کړي دي.په دې خېرات کې لویه برخه د عظیم پريم جي ده، چې نوموړې ۷۹۰۴ کروړه یا ۷۹۰۴۰ میلیونه هندي روپۍ مصرف کړي دي. که د نوموړي دا پېسې په ورځو ووېشل شي، نو هغه هره ورځ ۲۲۰ میلیونه روپۍ خېرات کړي دي.

عظیم پریم جي تر ټولو زیاتې پېسې په تعلیم مصرف کړي دي، همدا راز د کورونا په برخه کې هم نوموړي ۱۱۲۵ کروړه روپۍ خېرات ورکړی دی.نوموړی وای هڅه کويچې هر وخت خیرات ورکړي او دالله تعالی رضا ترلاسه کړي هغه وای دنیا نیمګړې ده او باید اخرت ته کار وشي.

د یادولو وړ ده چې د خېرات ورکوونکو په دغه لیسټ کې دویم نوم د شیو نادار دی، چې په یو کال کې يې ۷۹۵ کروړه روپۍ مصرف کړي دي. د هند تر ټولو شتمن سړي مکیش امباني نوم بیا په دې لیسټ کې دریم دی چې په یو کال کې يې د ۴۵۸ کروړو روپیو خېرات کړی دی.

106264911 08c7e186 5be5 4fb8 a1d6 7b22ae701dc2

افغانستان کې هم باید داسې خیراتونه وشي.او دا ډول کاروباریانو خلکو لخوا بې وزلو او غریبو عوامو سره کومک وشي. تر څو افغانستان کې هم فقر او غریبی کچه کمه شي.او عام افغانان هم په ښه کچه ژوند وکړي ترڅو د بې وزلی څخه وځي. ځکه افغانان لا هم د داسې هېواد څښتنان دي چې د غریبی کچه پکې تر نورو هیوادونو ډېره ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button