نړیوال خبرونه

۱۲۷۹ تنه فوځیان او بریدملان له پوځي زدکړو دفراغت اسناد تر لاسه کړل

۱۲۷۹ تنه فوځیان او بریدملان له پوځي زدکړو فارغ او د فراغت اسناد تر لاسه کړل ملي دفاع وزارت وايي، د ۲۰۰ ښځینه وو په ګډون ۱۲۷۹ تنه سرتیري او بریدملان د پوځي زدکړو له ترلاسه کولو وروسته فارغ شول.دويي ته تحصیلي اسناد هم ورکړل شول.

د دفاع وزارت وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغو سرتیرو او بریدملانو پرمختللې پوځي زدکړې ترسره کړې او له هر پلوه د خلکو د ځان او مال دفاع ته چمتو دي.د خبرپاڼې له مخې، دغو تازه فارغ شویو ځواکونو ډاډ ورکړ چې په هېواد کې د تل پاتې سولې او ارامتیا د ټینګښت په موخه به په ټول ځواک او توان سره کوشش وکړي. د مسوولینو په خبره، ټاکل شوې ده، دغه ځواکونه به د هېواد د دښمنانو پر وړاندې د مبارزې په بېلابېلو ډګرونو کې میشت شي.

دیاد وزارت مسوولینو د یادو سرتېرو او بریدملانو د فراغت په مراسمو کې ویلي، طالبانو د جګړې په ډګر کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر وړاندې ماتې خوړلې، خو په خبره یې، طالبان د ماتې د اعتراف شجاعت نه لري او پر ملکي وګړو او عمومي ځایونو او بنسټونو بریدونه ترسره کوي.

دويي وايي له دین څخه په ناسم قرائت سره په دننه او بهر کې د اسلامي علماوو له جدي عکس العمل سره مخ شوي، د خلکو پر وړاندې منفور شوي او کړنې یې د دیني علماوو په منځ کې هم مردود دي.او هیڅ څوک ورباندې باور هم اوس نه کوي.

۱۲۷۹ تنه فوځیان او بریدملان له پوځي زدکړو فارغ او د فراغت اسناد تر لاسه کړل
۱۲۷۹ تنه فوځیان او بریدملان له پوځي زدکړو فارغ او د فراغت اسناد تر لاسه کړل

د افغانستان دفاع وزارت همداراز وايي، د دفاعي او امنیتي ځواکونو په لیکو کې د مېرمنو شتون ددې لامل شوی دی چې طالبان ددې توان ونه لري چې پر افغان ښځو محدودیت وضع کړي او په خبره یې، په دې لیکو کې ښځینه نه یوازې د ټولو افغان ښځو لپاره بېلګې دي، بلکې په نړیوالې الګو بدل شوي او په ډیری نړیوالو کنفراسونو کې د دوی شتون او وړتیا ستایل شوې ده.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button