هنر او ادب

۱۷ ورځو کې د باربي فلم یو میلیارد ډالرو د پلور ریکارډ

باربي فلم په ۱۷ ورځو کې له یو میلیارد ډالرو د زیات پلور ریکارټ ټینګ کړی دی

د باربي فلمونو جوړونکي وارنر برادرز شرکت وايي، دغه فلم په ټوله نړۍ کې له خپرېدو یوازې ۱۷ ورځې وروسته د یو میلیارد ډالرو پلور ریکارډ ټینګ کړی دی.

د دغه شرکت په وینا، د دې اوونۍ د شنبې او یکشنبې په ورځو د باربي فلم په ټوله نړۍ کې خرڅلاو یو اعشاریه صفر درې میلیارده ډالرو ته رسېدلی. په دې توګه، د فلم ډایرکټره ګرتا ګروېګ، لومړنۍ ښځه شوه چې په خپلواک ډول یې دا شان ریکارډ ټینګ کړ.

د اداکار تر ټولو جذاب تمثیل

د امریکا د فلمونو خپرولو مشر جف ګولډسټېن په وینا، “له ګرټا ګروېګ پرته بل هېڅوک نشي کولای د فلم کیسه داسې په خندنۍ، احساساتي او ساعتېرۍ ډول د تصویر په بڼه راوړي، هغې په حقیقت کې ټوله نړۍ ګلابي کړه.”

هغه وايي د کورونا تر وبا وروسته د سینما مخې ته اوږده کتارونه “سینما د راستنیدو ثبوت” دی.

نور ولولئ: په نږدې راتلونکې کې به پټان فلم په چين، جاپان او جنوبي کوريا کې په ځينو سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شي

پخوا هم ښځينه ډایرکټرانې له نورو سره په همکارۍ کې د یو میلیارد ډالرو له پولې اوښتي دی.

خو د باربي فلم تر اوسه په امریکا کې ۴۵۹ میلیونه ډالر او په نورو هېوادونو کې ۵۷۲ میلیونه ډالر ګټلي دي.

د کورونا له وبا وروسته یوازې پنځه نور فلمونه توانېدلي چې د یو میلیارد ډالرو پلور ریکارډ ته ورسېږي.

نور فلمونه به هم یاد ریکارډ ټینګ کړي

د ویو سینما شرکت چې مرکز یې په بریتانیا کې دی پدې وروستیو کې ویلي وو، دوه فلمونه، اوپنهایمر او باربي به تر ټولو لوړې کچې ریکارډ ټینګ کړي.

اغلې روبي چې د فلم یوه پروډیوسره ده، هم په وروستیو کې وړاندوینه کړې وه چې د “ګرټا ګروېګ او باربي به په ګډه” یو میلیارد ډالرو پلور ته ورسېږي.

نور ولولئ: د سینما هنر ملاتړ ته اړتیا لري

په ورته وخت کې، د فلم لپاره اعلانونو او کمپاین هم له پامه نه شي غورځول کېدای. ځکه د یوه کمپاین له لارې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لوی ګلابي بېلبورډونو لګول شوي چې په لوی شمېر لیدونکو یې ښايي اغېز پرې ایښی وي، ځکه لیدل شوي چې ګڼ شمېر کسان سر تر پښو ګلابي جامو کې سینما ته ځي.

د مېټل لوبتکو شرکت هیله لري چې د دې فلم بریا د خپلو نورو تولیداتو سره مله وساتي. او ورته لوبتکې هم بازار ته وړاندې کړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button