سفر خبرونه

۲۰۲۴م کې هغه ښار چې تر ټولو ډېر سېلانیان ورغلي

په ۲۰۲۴ کال کې دا یو ښار په لومړۍ درجه کې راغلی چې تر ټولو ډېر سېلانیان ورغلي دي

دا پرله‌پسې څلورم کال دی چې د “یورومانیټر انترنشنل” څېړنیزې کمپنۍ د راپور پر اساس د فرانسې پلازمېنه پاریس د نړۍ د ۱۰۰ غوره سیاحتي ځایونو په لیست کې لومړی مقام خپلوي.

په دې څېړنه کې د نړۍ د مشهورو ښارونو د درجې د ټاکلو لپاره د سیاحتي پالیسیو، روغتیا، او امنیت په شان شاخصونو ته پام شوی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې سږ کال تر ۷۰ میلیونه زیات سیلانیان پاریس ته تللي دي، او د دې ښار چارواکو د ګرځندویانو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو له لارې د هغوی ښه هرکلي ته پوره چمتووالی نیولی و.

د دې لیست لس غوره ښارونه په ترتیب دا دي:

پاریس، مادرید، توکیو، روم، میلان، نیویارک، امستردام، سیډني، سینګاپور، او بارسلونا.

په دې لیست کې د جنوبي کوریا پلازمېنه سیول په ۱۲م، لندن په ۱۳م، او دوبۍ په ۱۴م ځای کې راغلي دي.

په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د جاپاني ین ارزښت د ډالر په شان د نورو اصلي اسعارو په وړاندې تر بل هر وخت ټیټ حد ته ولوېده، چې دې چارې د سوداګریزو او تفریحي سفرونو مینه‌والو ته یو ښه فرصت برابر کړ.

له همدې امله نژدې ۱۳ میلیونه نړیوال سفرونه توکیو ته وشول، چې دا شمېر د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې وخت په نسبت دې ښار ته د نړیوالو سفرونو تر شمېر ډېر لوړ دی.

نور ولولئ: د مس عینک کان د تاریخي اثارو د ضایع کېدو ویره

نور ولولئ: د چین تاریخي دیوال سوري کوونکي کسان ونیول شول

د دې لیست په لس غوره ښارونو کې د ۶ اروپایي ښارونو نومونه او د امریکا د متحدو ایالتونو یوازې د یوه ښار نوم لیدل کېږي، چې نیویارک دی. دا ښار د سیلانیانو د شمېر له پلوه په شپږم او د امریکا بل ښار، لاس انجلس په ۱۸م ځای کې دی. په امریکا کې تر نیویارک وروسته ډېر نړیوال یا بهرني سیلانیان لاس انجلس ته تللي دي.

په اسیا کې کومو ښارونو ته ډېر سېلانیان ورغلي؟

په اسیا کې تر ټولو ډېرو بهرنيو سیلانیانو د تایلنډ پلازمېنې بنکاک ته سفر کړی دی.

د دې راپور له مخې، په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د بنکاک د نړیوال هوایي ډګر له لارې ۳۲.۴ میلیونه نړیوال سفرونه شوي، چې نژدې ۱۰ میلیونه سفرونه د هغه شمېر په پرتله زیات دي چې په استانبول کې د تېر کال په لړ کې ثبت شوي و.

د استانبول نړیوال هوایي ډګر ته، چې په ۲۰۲۳ کال کې د دې جدول په لومړي ځای کې و، په ۲۰۲۴ کال کې ۲۳ میلیونه کسان له نورو هیوادونو ورغلي دي.

د سعودي عربستان مکه ښار هم د ۱۹.۳ میلیونه سیلانیانو او په شل سلنه ودې سره د دې جدول په پنځم ځای کې راغلی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې د نړیوالو سفرونو او سیاحتي ځایونو د لیدنو د زیاتېدو یو لامل د ویزو د صدور اسانتیاوې وې.

د ویزې د معافیت او الکترونیکي جوازونو ګټې

د سفر انلاین وېزې او د لنډمهاله سفرونو لپاره د ویزې معافیت هم هغه سیاستونه دي چې له کبله یې سیلانیان ډېر شوي او هغو هیوادونو چې په اسانه یې انلاین ویزې ورکړي، ډېر عاید ترلاسه کړی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button