۲۰۲۴ کال په تاریخ کې تر ټولو ګرم کال

۲۰۲۴ کال د اقلیمي بدلون له امله په تاریخ کې تر ټولو ګرم کال بلل شوی دی
ملګري ملتونو ویلي چې نړۍ له وژونکی تودوخې لسیزې تېرېږي.
په نړۍ کې صنعتي هېوادونه اقلیم ته تر ټولو ډېر زیان رسوي ځکه دوی غاز تولیدوي او په مخنیوي کې یې پاتې راغلي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش اعلان وکړ، چې نړۍ د “وژونکې تودوخې لسیزې” څخه تېریږي او دا په ۲۰۲۴ کې به د ۱۰ کلونو د تودوخې ریکارډ پای ته ورسېږي.
د اقلیم د سقوط خبرداری
دې مسلې ته په اشارې سره، ګوترېش د اقلیم د سقوط په اړه خبرداری ورکړ.
د دوشنبې په ورځ د نوي کال په پیغام کې ګوترېش وویل، چې د نړۍ په تاریخ کې په تېره لسیزه کې تر ټولو ګرم ۱۰ کلونه ثبت شوي، چې ۲۰۲۴ کال هم په کې شامل دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي دې مسلې ته د “اقلیم سقوط” نوم ورکړ او ویې ویل: “موږ باید د ویجاړۍ له دې لارې ووځو او د ضایع کولو لپاره هېڅ وخت نه لرو.”
نور ولولئ: د اقلیمي بدلون په اړه د م.م. “کاپ ۲۹” غونډه په ازاربایجان کې پیلېږي
نور ولولئ: اقلیمي بحران؛ د ویتنام (مچو اخیستونکې) ډبرې له منځته تلو په حال کې دي
هغه وویل، چې په ۲۰۲۵ کال کې هېوادونه باید د پام وړ د شنو خونو ګازونو اخراج په کمولو او د نوې کېدونکي انرژۍ پراساس راتلونکي ته د لېږد ملاتړ کولو سره نړۍ خوندي کړي.
د هوا د تودوخې رسمي احصايي
د هوا پېژندنې نړۍوال سازمان (WMO) د ملګرو ملتونو د اقلیم ادارې په توګه، د سږکال په جنوري کې د هوا د تودوخې رسمي احصایې خپروي.
دغه سازمان اعلان وکړ، چې تېر کال په تاریخ کې تر ټولو تود کال و او د یوې لسیزې بې سارې تودوخې پای ته ورسېد، چې د بشري فعالیتونو او د هوا د سختې پدېدې د زیاتوالي له امله رامنځته شوې ده.
د هوا پېژندنې د نړۍوال سازمان په وینا، په تېر کال کې د شنو خونو ګازونو کچه نوي ریکارډ ته رسېدلې، چې په راتلونکي کې به نوره تودوخه راولي.
یاده دې وي، چې په ۲۰۲۴ کې د هوا تودې څپې په نړۍ کې د لږ تر لږه ۳۷۰۰ خلکو د مړینې او د میلیونونو خلکو د بې ځایه کېدو لامل شوی.
نړیوال اقلیمي بدلون په افغانستان هم خپل اغېز پرېښی دی.
په افغانستان کې د وچکالۍ کچه په لوړېدو او تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمې په ټېټېدو دي.
په افغانستان کې د خپل سرو څاهګانو ایستل کېدو هم دغه ستونزه پراخه کړې ده.