روغتیا

۲۰۲۴ کال کې د څه باندې ۲ میلیونه افغان ماشومانو واکسینول

اړوند مطالب: 

کوم خواړه نارينه جنسي قوت زياتوي؟

جنسي اړیکو ته د کمې لېوالتیا لاملونه

د مغزي سکتې په مخنیوي کې مرسته کوونکي خواړه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ اداره (یونیسف) وایي چې په تېر ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې له دوه میلیون ډېرو ماشومانو ته د شري ضد واکسین تطبیق شوي دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې په اېکس‌پاڼه لیکلي چې له پنځه‌کلنۍ کم‌عمره دومره شمېر ماشومان یوازې په تېر ۲۰۲۴ کال کې د شري ضد واکسینو له تطبیق برخمن شوي دي.

یونیسف همداراز په افغانستان کې له خپلو شریکانو سره په ګډه د شري او نورو وایروسي ناروغیو ضد واکسینو پر تطبیق ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې له مخنیوي وړ ناروغیو څخه به د افغان ماشومانو د ژغورلو هڅې کوي.

شري هغه ساري ناروغي ده چې Morbillivirus وایروس په وسیله رامنځته کېږي او د تبې، بخار، ټوخي، د سترګو سوروالي او نمجنېدو لامل کېږي.

ډاکتران وايي چې شري تر ډېره د ټوخي، پرنجي یا هم نورو لارو له ناروغ څخه روغ کس ته لېږدي، او په افغانستان کې ښځې هم په دې ناروغۍ اخته کېږي.

ډاکتر فریدالله واعظي له «افغان‌ناو» سره په خبرو کې د شري ضد واکسینو تطبیق مهم بللی او په وینا چې واکسین‌شوي ماشومان د ناواکسین‌شویو په پرتله ډېر نه پاذابېږي.

ښاغلی واعظي د دې ناروغۍ د درملنې په اړه وویل چې په شري اخته کس باید په کور کې وساتل شي او په دې وخت کې له زیاتو معایاتو استفاده وشي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button