۲۰ هېوادونه اروپایي کمیسیون ته؛ ناقانونه افغان کډوال وشړئ
شلو هېوادونو له اروپایي کمېسیون غوښتي چې، ناقانونه افغان کډوال دې خپل هېواد ته وشړي
۱۹ اروپايي هېوادونه او ناروې له اروپايي کمېسیون غواړي چې هغه افغانان چې په اروپا کې په ناقانونه توګه مېشت دي، یا خو په خپله خوښه او یا هم په زور بېرته واستوي.
دوی ویلي که د دوی د ایستلو لپاره که له طالبانو سره خبرې هم پکار وي باید وشي.
دوی وايي، له ۲۰۲۱ وروسته د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د بېرته ستنولو رسمي تړون نشته، چې دې کار نه یوازې د هغو افغانانو شړل ناشوني کړي چې پر جرمونو محکوم شوي، بلکې د اروپايي هېوادونو امنیت ته ګواښ او د پناه غوښتنې پر پالیسۍ یې د خلکو باور کمزوری کړی دی.
دا خبر داسې مهال خپرېږي چې اوس هم افغان کډوال په پاکستان او ایران کې له سختو کړکېچونو سره مخ دي او هره ورځ سلګونه کسان په جبري ډول را ایستل کېږي.
د نظر خاوندان بیا د یادو هېوادونو پرېکړه خواشینوونکي بولي او پرې د بیا کتنې غوښتنه کوي.
دوی وایي افغانستان له سخت وضعیت سره مخ دی او هغه افغانان چې اروپایي هېوادونو ته تللي او سختې ګاللي د اقتصادي او امنیتي ستونزو له امله یې هلته د پناه غوښتنه کړې ده.