افغانستان

۲۰ ولایتونو کې د باران اټکل؛ د هواپېژندنې ریاست د سېلابونو خبرداری ورکړ

کابل: د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست لخوا په څه باندې ۲۰ ولایتونو کې د باران اټکل شوی چې ورسره د احتمالي سېلابونو د راوتلو اندېښنې هم زیاتې شوې دي. دغه ریاست په خپله تازه خبرتیا کې ویلي چې سبا به د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې هوا خرابه وي.

اغېزمن ولایتونه او د ورښت کچه

د هواپېژندنې ریاست په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په نږدې ۲۰ ولایتونو کې د باران اټکل شوی، خو په دقیق ډول په ۲۳ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو امکان شته. په دغو ولایتونو کې پروان، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، غور، بادغیس، هرات، فراه، دایکنډي، غزني، بامیان، میدان‌وردګ، لوګر، ننګرهار، کابل، پکتیا، خوست، تخار او بدخشان شامل دي. ۲۰ ولایتونو کې د باران اټکل

rain

د وړاندوینې له مخې، په یادو سیمو کې به د ورښت کچه له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي‌مترو پورې وي، چې په ځینو برخو کې د سېلابونو د راوتلو لامل کېدای شي.

د تېزو بادونو او خاورو خبرداری

د ورښتونو ترڅنګ، په مرکزي، لوېدیځو او سویل‌ختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو احتمال هم شته. د هواپېژندنې ریاست وایي چې د دغو بادونو سرعت به په یو ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومترو پورې وي، چې دا حالت د تګ راتګ او کرنې لپاره ستونزې جوړولی شي.

1512606 1161299361

د تېرو سېلابونو زیانونه او حساسیت

په نږدې ۲۰ ولایتونو کې د باران اټکل په داسې حال کې کېږي چې افغانستان لا هم د تېرو څو اوونیو د ویجاړوونکو سېلابونو تر اغېز لاندې دی. په تېرو پېښو کې سلګونه هېوادوال مړه او ټپیان شوي دي. همداراز شاوخوا ۲۰ زره کورونه په بشپړه یا نسبي توګه ویجاړ شوي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.

دا هم ولولئ:  طالبانو له ۲ میلیونو ډېرې نجونې د زده کړو له حقه بې برخې کړي

اوسنی خبرداری د دې لپاره ورکړل شوی چې هېوادوال په زیانمنوونکو سیمو کې لازم احتیاط وکړي او د احتمالي خطرونو مخه ونیول شي.

IMG 20260426 WA0032 880x752 2

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button