۲۲کاله وړاندې د اپرېل (۹مه) په دې ورځ بغداد سقوط وکړ

اړوند خبر:
امریکا په دې ورځ پر عراق یرغل وکړ او د صدام نظام یې راپرځاوه
له نن څخه 22 کاله پخوا د ۲۰۰۳ م کال د اپریل په دې ورځ (۹) پر عراق د امرکیا په مشرۍ د ايتلاف د یرغل له پیلېدو ځو اوونۍ وروسته بغداد سقوط وکړ.
امریکا د ۲۰۰۳ د مارچ په ۱۹ مه په دې پلمه پر عراق یرغل وکړ چې ګواکي د صدام حسین رژیم د ډله ییزې وژنې وسلې لري.
د ۲۰۰۲ کال د اکتوبر په ۱۱ مه د امریکا کانګریس په لوی اکثریت یوه لایحه تصویب کړه چې ولسمشر جورج ډبلیو بوش ته یې پراخ واک ورکاوه چې د عراق پر ضد له قوې کار واخلي.
له امریکا سره په دې جګړه کې بریتانیا او یو شمېر نور لوېدیځ هیوادونه هم ملګري وو.
د امریکا د دې یرغل په نتیجه کې د صدام حسین دیکتاتوري رژیم وپرزېد خو په عراق کې نظم او امنیت له منځه لاړ، د عراقیانو ډیرې شتمنۍ تباه شوې او دا هیواد نژدې یوه لسیزه د جګړې په سور اور کې وسوځېد. لا هم عراق په بشپړ ډول د امریکا د یرغل په نتیجه کې د رامنځته شوې ناامنۍ له شره بشپړ خلاص شوی نه دی خو د امریکا یرغل عراقیان د صدام حسین له بې رحمه رژیمه خلاص کړل.
صدام حسین د ۱۹۳۷ کال د اپریل په ۲۷ د تکریت په العوجه کلې کې په یوه شپنه کورنۍ کې زېږېدلی، له ۱۹۷۹ تر ۲۰۰۳ پورې د عراق ولسمشر و.
دی د بعث ګوند یو مهم غړی و او د دغه ګوند له لوري د ۱۹۶۸ کال په کودتا کې یې کلیدي رول درلود.
صدام حسین، چې د امریکا له حملې وروسته پټ و، د ۲۰۰۳ د دسمبر په ۱۳مه په یوه کور کې ونیول شو.
د ۲۰۰۶ کال د دسمبر په دېرشمه، چې د لوی اختر ورځ وه، په بغداد کې په دار وځړول شو.
امریکا پر عراق له یرغله وروسته په دغه هیواد کې د ډله ییزې وژنې وسلې ونه موندلې.