سیمه

دفاع وزارت: په غچ اخیستونکو بریدونو کې مو لږ تر لږه ۲۵ پاکستاني پوځیان په نښه کړي دي

د افغانستان دفاع وزارت تایید کړې چې په کونړ او ننګرهار کې یې د تازه غچ اخیستونکو بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۵ پاکستاني پوځیان وژلي او ټپیان کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت په یوه تازه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د افغان ځواکونو د تېرې شپې په غچ اخیستونکو بریدونو کې د ډیورنډ کرښې اخوا لږ تر لږه ۲۵ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ټپیان شوي دي. دا ځوابي بریدونه د پاکستاني ځواکونو د پرله پسې توغندیزو بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي دي.

د بریدونو ځای او د مرګ ژوبلې جزیات

یاد وزارت زیاتوي چې دغه ځوابي بریدونه یې د کونړ او ننګرهار ولایتونو په صفري نقطو کې پر پاکستاني لوري کړي دي. د رسمي شمېرو له مخې، په دغو عملیاتو کې هغه ۲۵ پاکستاني پوځیان چې په نښه شوي، له ډلې یې ۱۴ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۱۱ نور سخت ژوبل شوي دي.

د پاکستاني پوستې سقوط او مالي زیانونه

دفاع وزارت په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې چې د افغان ځواکونو په دغو بریدونو کې د پاکستاني پوځیانو یوه پوسته هم په بشپړ ډول سقوط شوې ده. پر دې سربېره، په دغو غچ اخیستونکو عملیاتو کې د پاکستان د پوځ یو زغره وال ټانک او یو انټرنېشنل ډوله موټر هم په نښه او تخریب شوی دی.

د پاکستان لخوا پر کونړ د ۲۷۰ توغندیو توغول

دفاع وزارت د دغو غچ اخیستونکو بریدونو خبر په داسې مهال ورکوي چې بل لور ته پاکستاني ځواکونو پر افغان خاوره درنې وسلې کارولې دي. د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر، ضیاءالرحمن سپین غر ویلي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د پاکستان پوځ پر دغه ولایت تر ۲۷۰ زیات توغندي او توپونه توغولي دي.

دا هم ولولئ:  خواجه اصف: پر افغانستان د اسلام اباد نفوذ پای ته رسېدلی دی

نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې له نیکه مرغه کوم ځاني زیان نه دی اوښتی، خو د خلکو کورونه او ودانۍ یې سختې زیانمنې او ړنګې کړې دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button