سپورټ

۲۸ کلن افغان ورزشکار امریکا کې د جنسي ځورونې په تور بندی شوی

اړوند خبرونه: 

پاکستان کې پر ښځو جنسي تېري کوونکی مدیر نیول شوی

ملګری ملتونو شل سلنه کډوالې ښځې د جنسي زياتي ښکار کيږي

۲۸ کلن افغان ورزشکار او د UFC سازمان غړی «احمد سهیل حسن‌زاده» د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې د ۱۴ کلونو څخه پر کم‌عمره ماشوم د جنسي تیري(ځورونې) په تور نیول شوی او د «ساکرامنتو» په اصلي بندخونه کې ساتل کیږي.

د سپورت اړوند خبرونو امریکا رسنۍ “MMA Fighting”، چپرون (یکشنبه، د اپریل ۲۰مه) راپور ورکړ چې دغه افغان لوبغاړي د نیولو امر (تېره جمعه د اپرېل ۱۸مه) ترلاسه کولو وروسته د ساکرامنتو پولیسو ته تسلیم شو، او د ماسپښین په ۲:۲۰ بجو د ساکرامنتو اصلي بندخونې ته ولیږدول شو.

د امریکا په کالیفورنیا کې یوې محکمې احمد حسن‌زاده د “له ۱۴ کلونو څخه کم‌عمره ماشوم سره د ناوړه عمل کولو” چې تورن لږترلږه د قرباني څخه ۱۰ کاله لوی دی او ټاکل شوې ده چې تورونه به سبا په رسمي ډول اعلان شي.

د دې قضیې په اړه څېړنې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې پیل شوې، خو د حساسیت له امله یې دقیق جزییات لا نه دي خپاره شوي. د راپورونو له مخې، حسن‌زاده، په ساکرامنتو کې د ټیم الفا میل غړی و، د UFC د سیالیو له لیست څخه لرې شو او د نیول کېدو وروسته په رسمي ډول له سازمان څخه ګوښه شو.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button