ځایی

۳۲ ولایتونو کې د ورښت او چټکو بادونو اټکل

اړوند خبرونه:

سخت اورښت او طوفان د افغانستان په ۳ ولایتونو کې ۳۲ تنه مړه کړي

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د واورین او باراني ورښت او په ځینو ولایتونو کې د سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې سبا (سې‌شنبې د حمل ۵مه) به د سالنګونو په ګډون په تخار، کندز، بغلان، کونړ، بلخ، پروان، پنجشیر، کاپیسا،کابل، لوګر، پکتیا، نورستان، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیکا، زابل، هلمند، دایکندي، ارزګان، غور، هرات، فراه، بادغیس، سرپل، بامیان، وردګ، غزني، سمنګان، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې واورین او باراني ورښت وشي.

د هواپېژندنې ادارې دا هم ویلي چې په دې سربېره په یو شمېر نورو ولایتونو کې د لنډمهاله چټکو بادونو د لګېدو او سیلابونو د راوتو اټکل هم کړی دی.

بلخوا همدا اوس هم د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکو د شدید ورښت د پیل خبر ورکړی دی.

که څه هم په یو شمېر ولایتونو کې هره واورینه او باراني څپه د هېوادوالو د مرګ‌ژوبلې او زیانونو لامل کېږي، خو بلخوا د هېواد کروندګر دغو پسرلنیو ورښتونو ته خوښ دي او د یو آباد کال لپاره یې ګټور بولي.

د ویلو ده چې د تېر کال په تېره میاشت (حوت) کې هم د خونړیو ورښتونو له امله په ټول هېواد کې له ۴۰ ډېرو هېوادوالو ژوند له لاسه ورکړ او درانه مالي زیانونه یې واړول.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button