اقتصاد او سوداګري

۳ میاشتو کې د افغانستان له لارې نېږدې ۳۰۹ زره ټنه توکي ټرانزیټ شوي

طالبان وايي، د روان کال په وروستیو ۳ میاشتو کې د افغانستان له لارې نږدې ۳۰۹ زره ټنه توکي ټرانزیټ شوي دي

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د روان لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ټرانزیټ ټولیزه اندازه ۳۰۹۱۷۹ ټنو ته رسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان نړۍ کې د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دي پېژندل شوي.

نور ولولئ: متقي وايي، افغانستان به د ترانزیټ له پلوه د وصل مرکز وي

دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ۲۶مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې په یوه یادښت کې لیکلي: «راټول شوي ارقام ښيي، چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې د نړۍ ۲۵

f8tgx2swyaaaxux
د ارقامو جدول

هېوادونو د افغانستان له لارې خپل توکي ۸ نورو هېوادونو ته صادر کړي دي».

دغې ادارې د یادښت په دوام کې لیکلي: «د راټولو شویو ارقامو پر بنسټ پاکستان ۱۱۱ زره او ۹۶۵، تاجکستان ۵۲ زره او ۵۹۲، او هند ۴۰ زره او ۹۵ ټنه تر نورو زیات د افغانستان له لارې خپل توکي نورو هېوادونو ته صادر کړي دي».

همداراز ازبکستان، ترکمنستان او مالیزیا د جدول په ورپسې برخو کې ځای لري.

زیات واردات چا کړي دي؟

‏ارقام ښيي چې پاکستان ۱۱۷۸۶۵، ازبکستان ۱۱۲۵۵۵، او تاجکستان د ۷۰۵۳۴ُ ټنو توکو په ترلاسه کولو هغه هېوادونه دي، چې د افغانستان له‌لارې یې د روان کال په لومړۍ ربعه کې زیات واردات لرل.

‏دغې ادارې ویلي، چې دا بیا ځلي صادرات د هېواد هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې ترسره شوي دي.

نور ولولئ: د میوو او سبزیو سوداګر شکایت کوي چې پر سالنګ یې موټر درول کیږي

تر دې مخکې، پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګدې خونې د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت په پته د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له لوري پر افغان ټرانزیټ د نويو محدودیتونو وضع کېدو له امله یو مکتوب لېږلی و.

په مکتوب کې لیکل شوي، چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په نوې تګلاره کې لومړی د حساس لېست زیات شمېر توکي به منفي لېست کې شاملیږي؛ تر څو ټرانزیټ يې په بشپړه توګه بند شي.

حساس لېست کې نور څه شی شامل دي؟

په حساس لېست کې رختونه، ټایرونه، تور چای، کورني توکي، د سینګار سامانونه، د نظافت توکي شامل دي.

په منفي لېست کې د موټرو پرزې او سګریټ شامل دي او د منفي لست توکو لېږد هم منع دی.

څه موده وړاندې د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر تورخم بندر د ټرانزېټ په برخه کې مهم بللی و او ویلي یې وو، چې هېواد یې هڅه کوي د افغانستان اقتصاد او ټرانزېټ ته وده ور کړي.

خو لا هم افغان سوداګر د پاکستان له لارې د مالونو واردولو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button