افغانستان

۵ ولایتونو کې له زندانونو څه باندې ۱۵۰ کسان خوشي شول

د طالبانو د زندانونو چارو د سمون اداره وایي چې د لوګر، بدخشان، لغمان، تخار او دایکنډي ولایتونو له زندانونو ۱۵۲ بندیان ازاد شوي دي.

د زندانونو د سمون ادارې نن (پنجشنبه، د سلواغي ۴مه) پر خپله اېکس‌پاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو د امیر د فرمان او سترې محکمې د حکم پر اساس د لوګر، بدخشان، لغمان، تخار او دایکنډي ولایتونو له زندانونو ۱۵۲ بندیان خوشي شوي او د ۱۸۶ نورو د بند موده کمه شوې ده.

سرچینې ویلي، د یاد شمېر کسانو له ډلې نهه کسان د لوګر له زندانه ازاد شوي او د ۲۶ بندیانو د بند موده کې تخفیف راغلی، د بدخشان له زندانه ۷۲ کسان ازاد شوي او ۳۶ نورو د بند موده کې تخفیف راغلی.

د دغه سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، د لغمان له زندانه ۵۶ بندیان ازاد او د ۸۳ نورو د بند موده کمه شوې، د تخار له زندانه اووه کسان ازاد شوي او د ۲۱ نورو د بند موده کمه شوې او دغه راز د دایکنډي له زندانه اته کسان ازاد او د ۲۰ کسانو د بند موده کې تخفیف راغلی دی.

یادې ادارې وړمه ورځ هم ویلي وو چې د کندوز ولایت له زندانه ۴۲ کسان ازاد شوي دي. له زندانونو د زندانیانو د خلاصون لړۍ له تېرو څو ورځو راهیسې روانه ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button