اقتصاد او سوداګري

۹ میاشتو کې له دوغارون ګمرک افغانستان ته ۱۶۷ میلون ډالرو صادرات

ایرانی چارواکی وايي، ۹ میاشتو کې له دوغارون ګمرک افغانستان ته د ۱۶۷ میلیونه ډالرو صادرات شوي

د افغانستان د هرات له اسلام کلا سره پر پوله د ایران په تایباد کې د دوغارون ګمرک عمومي مدیر وايي د ۱۴۰۳ کال له پیل د لېندۍ تر وروستیو د څه باندې ۱۶۷ میلیون ډالرو په ارزښت توکي له دغه ګمرک افغانستان ته صادر شوي. سید حسن رحیميزاده وویل، دغه شمېر تر تېر کال ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د خراسان رصوي په تایباد کې د دوغارون سرحدي ګمرک عمومي مدیر دغه سرحد ته د توکو ترانزیټ ته په اشارې سره وویل، په روان کال کې له دې سرحد د څه باندې ۴۵۱ ټنه توکو صادرات شوي، چې تر تېر کال ۳۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

په اوبلن ګار او پټرولو کې زیاتوالی

د نوموړي په وینا، ساختماني توکي، سیخان، پټرول او اوبلن ګاز هغه مهم توکي دي، چې افغانستان ته صادرېږي.

هغه دغه راز له دې لارې له نورو هېوادونو افغانستان ته د ۸۰۴ زره او ۹۸۵ ټنه مالونو د لېږد خبر ورکړ، چې ارزښت یې درې میلیارد او ۳۱۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

نور ولولئ: د افغان-ټرانس په اړه میرضیایف او پوتین له یوه او بل سره لیدلي دي

نور ولولئ: افغانستان ته د اوسپتنې پټلۍ له لارې ۷۱زره مټریک ټنه انتقالات

نوموړي زیاته کړه، چې دا شمېر له وزني اړخه ۱۵۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

رحیمیزاده د دې سرحد له لارې د افغانستان د وارداتو په اړه وویل، چې د روان کال له پیل راهیسې له افغانستان له ۱۱ زرو ټنو زیات توکي چې ارزښت یې ۱۴ میلیونه ډالره دی، د دوغارون سرحد ته وارد شوي دي.

د ایران لپاره طلايي دروازه

په وارداتي توکو کې د تېلو دانو او د ساختماني ډبرو یادونه شوې ده.

د دوغارون تایباد سرحدي ګمرک عمومي مدیر سید حسن رحیمي زاده د دوغارون سرحد د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره «طلایي دروازه» بللې ده او وایي، چې دا لاره د توکو او مسافرو د تګ و راتګ لپاره تر ټولو ګڼه ګوڼه لار ده.

نوموړي ویلي، چې له دې لارې په ورځ کې شاوخوا څلور زره کسان چې په کې موټر چلوونکي، مسافرین او د اداري او خدماتي ادارو د بېلابېلو برخو کارکوونکي شامل دي تګ و راتګ کوي.

د هغه په وینا، په کال کې په قانوني توګه ایران او افغانستان ته شاوخوا یو میلیون مسافرین تګ راتګ لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button