اقتصاد او سوداګري

د طالبانو، پاکستان او ازبکستان تر منځ د افغان ټرانس هوکړه لاسلیک شوه

طالبان وايي، د پاکستان او ازبکستان سره یې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ مسیر هوکړه لاسلیک کړې ده

د ‘ افغان ټرانس’ پروژې د مسیر دا هوکړه اسلام اباد کې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د اورګاډو برخې د جګپوړو چارواکو لخوا لاسلیک شوې ده.

پلان دا دی چې د اورګاډو دغه پټلۍ د ازبکستان له ترمذه د افغانستان مزار شریف، لوګر او له هغه ځایه پکتیا کې د خرلڅو له لارې پر ډیورنډ کرښه کورمې ته واوړي او بیا د پاکستان د اورګاډو شبکې سره وصل شي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د اداره

د طالبانو حکومت کې د اوسپنې پټلۍ ادارې یوه اعلامیه کې ویلي “دغه ناسته کې د دې پروژې د مخ ته وړلو لپاره یو کلن پلان لاسیلک شو.”

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره زیاتوي‌ “د دغه پلان له مخې به یو نړیوال مشورتي شرکت د دې پروژې اړین معلومات چمتو کوي، څو دغه معلومات له هېوادونو او نړیوالو مالي بنسټونو سره په بېلابېلو ډولونو شریک شي او په اساس یې نړیوال بنسټونه او هېوادونه لیوالتیا پیدا کړي، تر څو د دغه مهمې عایداتي او انکشافي پروژې په جوړولو کې پانګونه وکړي.”

نور ولولئ: افغانستان ته د اوسپتنې پټلۍ له لارې ۷۱زره مټریک ټنه انتقالات

د دې هوکړې د لاسلیک مراسمو کې د پاکستان مالیې وزیر اسحاق ډار او د اورګاډو وزیر خواجه سعد رفیق هم برخه اخیستې.

د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د دې پروژې لاسلیک شوي پروتوکول کې راغلي چې دا کرښه به د مساپرو او بار لېږدولو دواړو خدمات اسانه کړي او “په سیمه ییزه سوداګرۍ او اقتصادي وده کې به مرسته وکړي.”

پلان دا دی چې دا پروژه تر ۲۰۲۷ کال بشپړه او تر۲۰۳۰ کاله پرې په کلني ډول ۱۵ میلیون ټنه توکي ولېږل شي.

ددې پروژې لګښتونه هم پام کې نیول شوي

پاکستانۍ رسنۍ وایي دا پټلۍ به د دغه هېواد او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد پنځه ورځې رالنډ او لګښتونه یې هم پام وړ کم کړي.

د طالبانو حکومت کې د اوسپنې پټلۍ ادارې تر دې یوه ورځ مخکې ویلي وو چې د ازبکستان او پاکستان له اړوندو چارواکو سره یې افغان ټرانس پروژې ته د نړیوالې پانګې راجلبولو لپاره پر کلني پلان هوکړه کړې.

انرژۍ ته محتاج پاکستان له اوږدې مودې په دې لټه کې دی چې د اورګاډو پټلیو او نورو ځمکنیو لارو د مرکزي اسیا هېوادونو سره وتړل شي.

خو معلومه نه ده چې دا پروژه به د امنیتي ستونزو له امله پلي شي او کنه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button