نړیوال خبرونه

امریکا؛ د تېرو ټاکنو قضیه کې د ټرمپ د محاکمه کېدو نېټه اعلان شوه

د ۲۰۲۰ کال ټاکنو د پایلو بدلولو په تور د ټرمپ د محاکمه کېدو نېټه معلومه کړل شوه

امریکا کې یوې فدرالې قاضۍ‌ د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د پایلو بدلولو د هڅې تور په اړوند قضیه کې د ډونلډ ټرمپ د محاکمه کېدو نېټه اعلان کړه.

دې محاکمې لپاره د مارچ څلورمه ټاکل شوې، چې په امریکا کې ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوریپالو نوماندانو تر یوې مهمې خپلمنځي سیالۍ یوازې یوه ورځ مخکې ده.‌

نور ولولئ: د محرمو اسنادو په قضیه کې د ټرمپ بیا تورنېدل

د مارچ پر پنځمه چې “لویه سې‌شنبه” یې بولي، ۱۴ جمهوریپال ایالتونه راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته خپل نوماند غوره کوي.

د راتلونکو ټاکنو لپاره ګوندي سیالۍ

ټاکلې محاکمه په واشنګټن ډي‌سي کې دایره شي او دا په دې معنی ده چې ښاغلی ټرمپ به د جمهوریپالو نوماندانو د ټاکنیزې سیالۍ یوه ډېره مهمه ورځ د پلازمېنې په محکمه کې تېروي.

خو هغه او وکیلانو یې دې محاکمې لپاره پر اعلان شوې نېټه نیوکه کړې او دا یې “ټاکنیزو لاسوهنو لپاره د دښمن هڅه” بللې ده.

ډونلډ ټرمپ ژمنه کړې چې د دې نېټې بدلېدو لپاره به محکمې ته شکایت کوي.

هغه تور پورې کړی چې د دې قضیې پرمخ وړونکې قاضۍ بې طرفه نه دی.

ټرمپ د امریکا حکومت فاسد بللی دی

د امریکا پخواني ولسمشر پر خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي “دا هماغه څه دي چې زموږ فاسد حکومت غوښتل.”

د ښاغلي ټرمپ وکیلانو په پیل کې غوښتي وو چې دا فدرالي محاکمه دې د ۲۰۲۶ کال په اپرېل میاشت کې وشي، خو قاضي ویلي دا کار شونی نه دی.

نور ولولئ: ۲۰۲۰ کې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې؛ ټرمپ د ټاکنو پر پایلو بدلولو تورن دی

د یادونې ده چې ځانګړي څارنوال ‘جک سمېت’ دې محاکمې لپاره د جنورۍ د ۲۴مې وړاندیز کړی و خو قاضۍ ‘تانیا چټکین’ دا نېټه ونه منله او د مارچ څلورمه یې اعلان کړه.

ټاکل شوې ښاغلی ټرمپ راتلونکی کال په دریو نورو قضیو کې هم محکمې ته حاضر شي.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د خپلې ولسمشریزې دورې پر مهال د سپینې ماڼۍ ځینې محرم اسناد هم خپل کور ته وړي وو چې وروسته بیا ایف بي ای ترې راویستل او دده له کوره یې انتقال کړل. د ټرمپ دا کار په رسنیو کې غوغا جوړه کړه، خو ټرمپ په دې کار سره هم هڅه کوله تر څو دده دغه کار توجیه کړي او ځان نا ملامته ثابت کړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button