Uncategorized

ملا برادر: ایران دې د برښنا تولید برخه کې همکاري وکړي

ملا عبدالغني برادر ایران ته د سفر پر مهال ددې هواد له چاوراکو د برښنا تولید برخه کې همکاري غوښتي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ایراني چارواکو سره د لیدنې پر مهال له دغه هېواده د برښنا تولید برخه کې د همکاري غوښتنه کړې.

دې لیدنه کې دواړو لوریو د ګډو اقتصادي، سیاسي او د امنیتي همکاریو پر دوام ټينګار کړی دی.

په نورو برخکو کې هم همکاري غوښتل شوي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت له لوري نن سه‌شنبه د لړم ۱۶مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې برادر د ایران د انرژۍ وزیر سره د لیدنې پر مهال له دغه هېواد څخه د برښنا تولید، د کرنې برخه کې د اوبو رسونې معیاري سېسټم رامنځته کولو او د وچکالي مدیریت لپاره افغانستان سره د همکاري غوښتنه کړې ده.

نور ولولئ: د هند له لوري افغانستان ته د چابهار بندر له لارې د ۲۰۰ ټنو درملو لېږد

نور ولولئ: ایران ته د ملا بردار سفر؛ افغان سوداګرۍ ته بدیلي لارې لټوي

په خبرپاڼه کې راغلي: «افغانستان تازه له جګړې او اشغال بهر شوی، د برښنا تولید لپاره د باد، اوبو ترڅنګ لمر او د ډبرو سکرو په څېر سترې سرچینې لري چې په کور دننه د برښنا کنښت ستونزه حلوي چې له دې امله د برښنا تولید برخه کې د ایران د فني همکارۍ غوښتونکي یوو.»

د ملا عبدالغني برادر په مشري افغان پلاوی د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو او اقتصادي اړیکو په اړه خبرو لپاره دغه هېواد ته سفر کړی دی.

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد بیا وايي چې ایران ته د افغان پلاوي سفر راهیسې تر دې مهاله ایراني لوري سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ، سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو ترڅنګ د اوسپنې پټلۍ پراختیا برخه کې دوه اړخیز تړونونه شوې دي.

نوموړي وویل: «لیدنې لاهم روانې دي، بېلابېلو برخو کې پرمختګونه شوي، سوداګرۍ، ټزانزیټ او افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او نورو برخو کې پرمختګونه شوي دي.»

طالبانو ته د ایران ډاډ

په همدې حال کې ایراني چارواکو  د افغان پلاوي سفر پر مهال ډاډ ورکړی چې افغانستان سره به په یادو برخو کې همکاري وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان‌جان الکوزی وايي، ټاکل شوې چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت ایراني لوري سره ۴۱ تړونونه لاسلیک کړي. «ټاکل شوې چې ۴۰-۴۱ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شي او یو ګډ کمېسیون باید جوړ شي چې دا ستونزې بررسي کړي، کمېټې باید جوړې شي.»

د ایران د کورنیو چارو وزیر هم ملا عبدالغني برادر او مل پلاوي سره یې لیدنه کې د ایران او افغنستان ګډ بازار، نیمروز، کندهار او هلمند سره د اوسپنې پټلۍ نښلولو  ترڅنګ چین سره د افغانستان نښلولو سربېره د افغانستان له لارې ایران سره د اوزبکستان د نښلولو برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او هغه یې د خپلو لومړیتوبونو څخه ګڼلې دي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان په دې وروستیو کې له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی زیات کړی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button