ټکنالوجي

داسې اله چې د فلج انسان په ماغزو کې نصب کېږي

دا داسې اله ده چې د فلج انسان په ماغزو کې نصب کېږي او فلج انسان د روغ انسان په څېر په حرکت راولي

په نړې کې د علم او ساینس پرمختګ یا وده ددې لامل شوي ده چې ساینسپوهان په نویو برخو کې کشفیات وکړي او د هغو انسانانو له ژوند سره مرسته وکړي چې د نورو مختاج وي. په دې لړ کې دادی، اوس ساینسپوهان هڅه کوي چې په فلج انسانانو کې الې نصب او په حرکت یې راولي.

دا چیپ یا اله څه ډول ده؟

دا اله داسې ډیزاین شوي چې د انسان د ماغزو په څېر کار کوي او د انسان د فلج شوو ماغزو برخه بېرته په فعالیت راولي چې دا کار د ساینسپوهانو لپاره یوه ښه لاسته راوړنه بلل کېږي او په دې باندې کار کوي.

چیپ به له معلول سره مرسته وکړي چې هر هغه څه چې یې په ذهن کې ګرځي، د کمپیوټر پر سکرین یا شیشه ټایپ شي.

نور ولولئ: د کرونا ضد واکسین جوړونکو د نوبل جایزه وګټله

ددې خدمت په وړاندې کولو کې د نورالینک کمپنۍ خپله همکاري مخکې وړي تر څو دا خدامات تر سره کړي.

د رضاکارو غوښتنه

هغه کسان چې د نخاع د ټپي کېدو له کبله فلج شوي یا په نورو دماغي ناروغیو اخته شوي، په دې څېړنه کې د رضاکارانو په توګه برخه اخیستی شي.

تراوسه څرګنده نه ده چې د رضاکارانو له منځه به څو تنه غوره شي. دا پروسه به شپږ کاله دوام وکړي.

نور ولولئ: استرالیا هڅه کوي د سایبري بریدونو په وړاندې خپله ټکنالوژي پیاوړې کړي

په دې څېړنه کې، د روباټ په مرسته د مازغو رابط چیپ په مازغو کې د حرکت د کنټرول په ځانګړي ځای کې اېښودل کېږي.

د دې څېړنې اصلي هدف دا دی چې ناروغ د کمپیوټر یا کیبورډ په وسیله هغه څه کنټرول کړي چې په ذهن کې یې ګرځي.

په دې اړه اندېښنې ولې راپورته شوې؟

د نورالینک شرکت هیله لرله چې د ۱۰ تنو په مازغو کې به خپل چیپونه کېږدي خو وروسته له دې چې د امریکا د خوړو او درملو ادارې اندېښنه ښکاره کړه، نورالینک د لږ شمېر کسانو په مازغو کې د چیپ د اېښودو په اړه خبرې پیل کړې.

تراوسه پورې څرګنده نه ده چې د امریکا د خوړو او درملو ادارې به په دې څېړنه کې د څو تنو ګډون تایید کړی وي.

ایلن مسک، د نورالینک کمپنۍ خاوند دی.

هغه نورالینک ته ډېرې لویې هیلې لري او غواړي چې د زیات چاغښت، اوتیزم، او ذهني پریشانۍ د درملنې لپاره د چیپونو د نصبولو جراحي چټکه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې د پرمختګ او لاسته راوړنو څپې په چټکۍ سره را روانې دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button