Uncategorizedکورني خبرونهنړیوال خبرونه

یونیسیف: له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره ۱.۴ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده

یونیسیف غوښتنه کړې چې له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره باید ۱.۴ میلیارده ډالره بودجه ورکړل شي

د ملګرو ملتو د ماشومانو د لاسنیوي ټولنې، یونیسېف، له نړۍ غوښتي، چې میلیونونه بېوزلي افغان ماشومان هېر نه کړي او د لومړنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره یې د دې ټولنې مالي ملاتړ وکړي.

نور ولولئ: ډبلیو ایف پي: یو میلیون افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره ۱۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

يونيسېف وايي په افغانستان کې ۲۳.۳ ميليونه وګړي چې ۱۲.۶ ميليونه يې ماشومان دي په ۲۰۲۴ کال کې بشري مرستو اړتيا لري. يونيسېف ويلي دغه افغانان د اوږدمهاله جګړو، اقليمي بدلون او هېواد کې د ناوړه اقتصادي حالت او اغېزو له امله بشري مرستو ته اړ شوي دي.

ډېری کورنۍ د ژوند لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

د يونيسېف په وينا په افغانستان کې ډېرۍ کورنۍ خپلې لومړنۍ اړتياوې نشي پوره کولی. د دې ادارې د نړيوالو اړيکو مشر چې هرات ولايت ته د زلزله ځپلو خلکو ليدلو ته ورغلی و، نړيوالو ته د اړو افغانانو د لاسنيوي په پیغام کې ويلي چې افغان ماشومان هېر نه کړي.

نور ولولئ: اروپايي ټولنه: مېلیونونه افغانان په بشرپاله مرستو متکي دي

نوموړي ويلي، “په ټول افغانستان کې ډېری کورنۍ او ماشومان په اسانۍ سره نشي کولی چې خپلې لومړنۍ اړتياوې پوره کړي. دا حالت ښايي په ژمي کې لا ناوړه شي…. يونيسېف د دوی اړتياوې په يوازې نشي پوره کولی موږ په ټوله نړۍ کې پر خپلو متحدينو او ملاتړو غږ کوو چې موږ سره مرسته وکړي.”

یاده بودجه د ۲۰۲۴ کال کې غوښتل شوې ده

يونيسېف له نړيوالې ټولنې په ۲۰۲۴ کال کې د ۱۲.۶ ميليونو افغان ماشومانو په ګډون د ۱۹.۴ ميليونه افغانانو د لومړنيو اړتياو پوره کولو لپاره د ۱.۴ میليارده ډالرو غوښتنه کړې ده.

له نړيوالې ټولنې دا غوښتنه داسې مهال شوې چې په روان ۲۰۲۳ کال کې نړيوالو مرستندويه بنسټونو د بوديجې د کمښت له امله واردمخه خپلې مرستې يا کمې او يا هم بندې کړې دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق په ټوله نړۍ کې ۹۴ ميليونه ماشومانو سره د مرستې لپاره د ۹.۳ ميلياردو ډالرو غوښتنه کړې ده.

يونيسېف په خپل تازه راپور کې ويلي اقليمي بدلون. زلزله، د ناروغيو خپرېدو او د جګړو ډېرېدو لسګونه ميليونه ماشومان او د هغوی کورنۍ له سختو شرايطو سره مخ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ورځ تر بلې په افغانستان کې د بې کارۍ کچه لوړېږي او خلکو اوسنۍ حالت نور هم خرابېدونکی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button