لوبې خبرونه

نن ماښام ۶:۰۰ بجې د هند او افغان ملي لوبډلې تر منځ ۲۰اوریز سریز پیلېږي

نن پنجشنبه د هند په کوربه توب د افغانستان او هند ترمنځ د کرېکټ دریو شل اوریزو لوبو لړۍ پیلېږي

دا لومړۍ ځل دی چې هند له افغانستان سره د ۲۰اوریزو لوبو لړۍ نیسي او دغه لوبې ورسره کوي.

د افغانستان د شل اوریزو لوبډلې لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ وویل چې “راشد خان د هند خلاف لوبو کې نه لوبېږي.”

نوموړي ویلي د راشد خان حضور لوبډلې ته ډاډمنتیا ورکوي خو دا چې “هغه له بده مرغه د ملا درد له کبله له مونږ سره دې لوبلړۍ کې نشي لوبیدی پرې خواشیني یوو.”

د راشد خان له نشتون پرته لوبه

ابراهیم ځدراڼ چې دا مهال د راشد خان پر ځای لنډمهاله لوبډلمشر دی، وايي د هغه نشتوالی به احساس وي خو لوبډله یې نور داسې لوبغاړي هم لري چې ښه تجربه لري.

هغه همدا راز بي بي سي ته ویلي راشد خان شاوخوا اتیا سلنه ښه شوی او نږدې راتلونکې کې به د افغانستان د لوبو مهمه برخه وي.

نور ولولئ: افغان کرکټ ملي لوبډله جنورۍ میاشت کې له هند سره درې ۲۰اوریزې لوبې لري

نور ولولئ: پر دریو افغان ملي لوبغاړو لګول شوي بندیزونه تعدیل شول

نور ولولئ: افغان ۱۹کلنه کرکټ ملي لوبډله به د هند له لوبډلې سره لوبېږي

فکر کېږي چې د هند خلاف لوبلړۍ کې به قیس احمد د راشد خان پر ځای ورو بالر وي او د ابراهیم په وینا د قیس احمد تجربو ته په کتو په ده د ښو لوبو باور لري.

راشد خان د روغتیايي وضعیت له امله نه شي لوبېدلی

د افغانستان کرېکټ بورډ د دغې لوبلړۍ لپاره ۱۹ کسیزه لویه لوبډله ټاکلې چې په ترکیب کې یې راشد خان هم دی خو اوس د دې پخلی شوی چې هغه د روغتیایي ستونزو له کبله نشي لوبیدای.

راشد خان د یو ورځنیو سیالیو له نړیوال جام وروسته لندن کې د ملا عملیات وکړل او ډاکټرانو ورته د څه وخت لپاره د ارام سپارښتنه کړې.

د نړۍ دا پیاوړۍ لوبغاړی له لوبډلې سره په هند کې په تمریناتو بوخت دی خو لا د لوبې جوګه نه دی.

cricket team2
انځور؛ افغان لوبډله د تمرین پر مهال

هند هم دغې لوبلړۍ ته د روهېت شرما او ویرات کوهلي په ګډون پیاوړې لوبډله اعلان کړې چې مشري یې پیاوړی او با تجربه لوبغاړی روهېت شرما کوي.

په همدې مهال هندي روزونکي ویلي ویرات کوهلي نن پنجشنبه د افغانستان خلاف لومړۍ لوبه کې د شخصي بوختیاوو له کبله نه لوبېږي.

د هند کرکټ روزونکی راهول ډراویډ خبري غونډې ته ویلي ویرات کوهلي به په دوه نورو لوبو کې وي.

دا به نن معلومېږي چې لوبې به څوک ګټې او افغان لوبډله به د هند پر وړاندې څه ډول لوبېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button