افغانستان

غازي امان الله او د افغانستان رښتیني خپلواکي

اړوند خبر: 

د شاه امان الله خان د بدنامۍ هڅه؛ طالبانو یې پرضد مستند جوړ کړی

افغان سالار

د (۱۳۰۹)هـ.ق، (۱۸۹۱ع) کال د پغمان په دره زرګر کې امان الله خان داسې مهال دنيا ته راغی چې افغانستان د بریتانوي استعمار نيمه مستعمره وه، يعنې د امان الله خان نیکه امیر عبدالرحمان خان او پلار يي امیر حبیب لله خان د انګریزانو رحم و کرم ته شپی تیرولې او دغه دواړه امیران  په خپل بهرني سياست کې خپلواک نه و. سراج ا لاخبار چي هغه وخت کي د مشروطيت او اصلاح طلبانو قوي مرکز ګڼل کیده او په همدي روحیه يي زیاتره افغان مشروطه غوښتونکی زلمیان يي تربیه او ورزول یو له دغو زلمو نه ځوان شهزاده امان الله خان وو چي  د افغانستان سياسي انقلاب او د خپلواکۍ د پاڅون په راوستلو کې يې ټاکونکی رول ولوبوه. شاه امان الله خان خپل لمړني ﺯﺩﻩ کړﯤ ﭘﻪ ﺷﺎﻫﻲ ﺩﺭﺑﺎﺭ او ﻧﻮﺭﯤ ﺯﺩﻩ کړﯤ ﭘﻪ ﺣﺮﺑﻴﻪ ښوﻭنځي ‏ﻛﯥ ﺗﺮ ﺳﺮﻩ کړﯤ ﺩﻱ. ﺩ ﻣﺤﻤﻮﺩ ﺳﺎﻣﻲ ﭘﺎﺷﺎﻩ ﭘﻪ ﻧﻮﻡ ﯾﻮﻩ ښوﻭﻧﮑﻲ ﻭﺭﺗﻪ ﭘﻪ ځانګړﻱ ډﻭﻝ ﺩ ﭘﻮځي ﺯﺩﻩ کړﻭ ﺭﻭﺯﻧﻪ هم ﻭﺭﮐﻮﻟﻪ.

afghan 2025 08 19t094342.519
غازي امان الله او د افغانستان رښتیني خپلواکي

د غازي امان الله خان نوم د مشروطيت له نامه سره نه شلېد ونکی پيوند لري، امان الله خان لا زلمی وو چي پلار يی حبیب الله خان به کله هم به داخلی سفر ووت نو د حکومت د چارو اداره به يي به ده ته سپارله، ده به هم د خلکو عرضونه اورېدل، په بندیانو به ګرځېده او دنرخو نه يي څارنه  کوله، دده ښو اجراآتو خلک ده ته ډېر خوشبین کړي وو. امان الله خان د خپل پلار درېیم زوی و، ټینګ عزم او اراده یې درلوده، منځنۍ ونه، روغه سټه، غنم رنګه څیره، تورې غټې سترګې، لنډ برېتونه یې درلودل، لوړ اخلاق، خوږه ژبه، قانع کوونکی، هوښیار، پرمختګ خوښونکی،  ذکي، ژر پوهېدونکی، ظریف او نکته دان شخصيت وو، خبرې یې اغیزمنې او اورېدونکي به یې تر تاثیر لاندې راتلل.

په 1919  زیږدیز کال د امان الله خان پلار امیر حبیب الله خان د لغمان په کله ګوش کي په مرموز ډول ووژل شو د نوموړي تر وژل کیدلو وروسته د فبروري په12  مه نېټه امان الله خان په کابل کې خپله پاچاهۍ اعلان کړ چې د کابل د لومړۍ لوا قوماندان نايب سالار صالح محمد خان او جنرال عبدالوکيل خان نورستاني ور څخه ملاتړ وکړ په سبا یی د فبروري په 13  مه نېټه د کابل د خلکو او پوځيانو په وړاندې يې د مراد خانۍ په ډګر کې خپله مشهوره او تاريخي وينا وکړه. او خلکو  ته یی داسی وویل:

(اى د افغانستان معظم ملته! ما د پلار د شهادت پر وخت د سلطنت وكالت په كابل كې پر غاړه درلود او اوس په هغه اصالت د امانت دروند بار پر غاړه اخلم.

كله چې ستر ملت زما پر سر د پاچاهۍ جوغه كېښودله، ما عهد وكړ چې د افغانستان دولت به د نړۍ نورو مستقلو قدرتونو غوندې د هېواد په داخل او خارج كې ازاد او مستقل وي ، د افغانستان خلك به د قانون تابع وي ،جبري كارونه به بند وي.

 

تاسې به د خپل دين او هېواد په چارو كې ډېر هوښيار اوسئ او په بيدارۍ به وطن ساتئ. زه تاسو، ټول اهل اسلام او ټول بني نوع انسان ته خير او سعادت غواړم.”)

په دغه تاريخي وينا کې يې د افغانستان بهرنی استقلال او د هېواد په داخل کې فردي آزادي، ورورولي، برابري، د ملت آزادي، د عدالت تامینول او د نوي دولت اصول اعلان کړل. ملت د نوي دولت له دغې کړنلارې څخه په غوڅه ملاتړ وکړ او د لسو ورځو په اوږدو کې د هېواد د ټولو ولايتونو له خوا په رسميت وپېژندل شو. ځوان واکمن غازي امان الله خان لس ورځې وروسته يعنې د مارچ په دريمه نېټه يې په هند کې د برتانيې ويسرای لارد چلمسفورد ته يو ليک واستاوه او د هغه په يوه برخه کې راغلي وو: لازم دي چې د افغان او انګليس ترمنځ د 1850 م. کال په تړون باندې نوی نظر وشي او افغانستان له انګليس سره د يوه نوي تړون لپاره چې د دواړو خواوو د برابرو حقوقو پر بنسټ ولاړ وي، لاسليک کړي  انګرېزانو په دغه لیک هېڅ غوږ  ونه ګراوه، نو ځكه دی اړ شو چې د انګرېزانو په وړاندې غزا او جهاد اعلان ،او خلکو ته یې وویل چې تیاری ونیسي او وسلې را واخلی خلکو ورته هرکلي وویل او د افغان لښکرو سره یوځای شول.

د مې د میاشتې په لومړیو کې غازي امان الله خان د جګړې لپاره تیاری وښوده او جنرال صالح محمد خان یې ختیځ لور، جنرال نادر خان یې سویل لور ته او عبدالقدوس خان یې د ځواکونو په مشری کندهار ولایت ته واستاوه ، جنرال صالح محمد چې د ختیځ جبهې مشري یې پرغاړه درلوده جګړه یې پیل کړه. جنرال نادر خان د مې دمیاشتې په ۲۴ نیټه ګردیزښار ته ورسید او هلته یې اعلان وکړ چې د خپلواکۍ لپاره مبارزه پیل شوې له اعلان ورسته د پکتیا د خلکو قومي مشران ورسره یوځای شول. د مې دمیاشتې په ۲۶ نیټه جنرال نادر خان له ۱۰ زره قومي لښکرو او ۳ زره عسکرو سره چې په توپونو هم سمبال وه د ټل په نظامي مرکز برید وکړ .انګریزانو یې په شدت سره مقابله کوله هغه وخت چې قومي ملیشو په دغه سیمه کې د انګریزانو له ملاتړه لاس واخیست دوی له ماتي سره مخ شول او ځانونه او وسلې یې تسلیم کړلې . د تل په جکړه کې د افغانانو له بریا وروسته پیښور او کوهاټ له خطر سره مخ شول له دې وروسته انګریزانو د جګړې ددریدو غوښتنه وکړه چې افغان دولت هم ددوی غوښتنه ومنله په دغو ورځو کې انګریزانو کابل او جلال اباد بمبار کړل چې په کابل کې دخلکو لخوا دانګریزانو پرضد قهرجن لاریونونه وشول.

انګریزانو په بیلا بیلو لارو وغوښتل چې په غازي امان الله خان خبرو ته جاضر کړي دسولې لپاره خبرې دوه ځله په پنډی او یو ځل په کابل کې وشوې لومړی ځل دسولې خبرې د۱۹۱۹ دجولای په میاشت کې په پڼډی کې دعلي احمدخان په مشری وشوې.

دوهم ځل دغه خبرې د ۱۹۲۰ م کال داپریل د میاشتې ۱۴ نیټه په میسوري کې دمحمود طرزي په مشری او

دریم ځل د ۱۹۲۱ م کال د جنوری دمیاشتې په ۲۰ نیټه دسولې خبرې په کابل کې د افغانانو او انګریزانو تر مینځ پیل شوی چې د همدغه کال تر دسمبر میاشتې پورې یې دوام وکړ چې بالاخره انګلیسانو دافغانستان خپلواکي په رسمیت و پیژنده او له هغه وروسته د افغانستان خپلواکي په یو شمیر نورو اروپایي او اسیایي هیوادونو لخوا په رسمیت و پیژندله شوه،

ځوان شاه امان الله خان د خپلواکۍ په دی مبارزه کي د پردیو امکانات ونه کاروه، کوم دښمن هیواد کي هم پټنځای جوړ نکړ د انګریز دښمن سره د جګړي دپاره بل استعماري ځواک  څخه يي مرسته ونه غوښته،د یو کوچني پاشلي او ملیشه يي وسله والی ډلي د آدرسه يي هم جګړه رهبري نکړه، بلکه غازی تر بریا وروسته سمدستي ددولت داری چارو کي له سره کتنه وکړه دولتی دستګاه کي پراخو ملی مترقی اصلاحاتو ته مخه کړه.

د غازي امان الله خان په مشرۍ نه يوازې د هېواد خپلواکي وګټل شوه، بلکې افغانستان د لومړي ځل لپاره د يوه  ولسواک اساسي قانون، د درې ګونو قواوو )اجرائيه، مقننه او قضايه( تفکیک، د مطبوعاتو قانون، د ملي بودجې، کاغذي پيسو، نړۍ سره د خپلواکو سياسي او ديپلوماتيکو اړیکو، متقابلو ګټورو اقتصادي اړيکو، برابرو سياسي، اقتصادي او فرهنګي حقونو، رسمي ښځينه معارف، لويو لارو، راډيو، تیلګراف او پوستې، د کار او کسب د غوره کولو د انتخاب، د ښځينه وو د مدني آزاديو، کتابتونونو، سينما او د تیاتر څښتن شو.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button