د یوناما مشری طالبانو سره پر اقتصاد او بشري حقوقو خبری کړی
افغانستان –
د یوناما مشره طالب چارواکو سره پر اقتصادي ناورین او بشري حقوقو خبری کړی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما مشرې ډبورا لاینز د شنبې پر ورځ کابل کې له یو شمېر طالب چارواکو سره لیدنه کی بېلابېلو ستونزو خبرې کړې ..
ښاغلی لاینز د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي او د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره لیدنو کې افغانستان کې د اقتصادي ناوړه وضعیت ، بشري حقوقو او همشموله حکومت په اړه خبری کړی یوناما د دې لیدنو په اړه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي د ملګرو ملتونو استازې ټینګار کړی چې افغانستان سره به چټکی مرستې وشی خو ټول اړخونه باید د اقتصادي ناورین مخنیوي لپاره هڅې وکړي بل اړخ طالبان وايي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړې استازې اطمنان ورکړی.
دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی
چې په راتلونکي کې به امریکا ته لاړه شي او هلته به د هغه هېواد له چارواکو سره خبرو کې د افغانستان د پیسو زیرمو او بانکونو په اړه خبری وکړی . خو یوناما خپله اعلامیه کې دې احتمالي سفر او د افغانستان د بانکي سیستم بیا پرانیستل موضوع ته کومه اعشاره نده کړې دا څرګندونې پر داسې مهال کړی چې امریکايي چارواکو څو ورځې مخکی یو ځل بیا ټینګار وکړه چې د افغانستان څه کم لس میلیارده ډالر پولي زېرمې به چې ډېری یې په امریکا کې ساتل کېږي طالبانو ته و نه سپاري..
خو امریکایي چارواکو ټینګار کړی چې له افغانانو سره د بشري همکاریو لپاره قانوني چارې لټوي طالبانو اعلان کړی چې د افغانستان اقتصادي ناورین له امله کارګرو ته د کار په بدل کې د غنمو د ورکړې پروګرام پیل کوی پر افغانستان د طالبانو له حاکمیدو سره په هېواد کې بېکاري او بېوزلي خوره زیاته شوې.
د دولت پانګې کنګل شوې دي او سلګونه زره خلک له هېواده وتلو ته اړ شوي طالبانو بیا بیا پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې پانګې ازادې کړي او سیاسي ستونزی دې له بشري مرستو بیلی وساتي.