طالبان:د کوکنارو کښت باید بدل شي
افغانستان –
طالبان وايي د کوکنارو کښت د مخنيوي لپاره بايد تبدیلی وموندل شي د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وايي د کوکنارو د مخنیوي لپاره اړ دی چې تبدیلی کښت کی راشي او نړيوال له افغانستان سره په دې اړه همکاری وکړي. د ذبیح الله مجاهد دا ښکاره کړی.
له هغو رپورونو څخه وروسته کېږي چې وايي افغانستان کې سږ کال د طالبانو په راتلو سره د کوکنارو کرنه خورا زیاتوالی راغلی. خو ښاغلی مجاهد د زیاتوالي خبره رد کړی. کندهار کې بزګران وايي طالبانو تر اوس مهال د کوکنار کرنه نده منع کړی. خو وايي اصلي ستونزه د بزګرو له مالي پلوه بې وزلی ده او د مالي عاید له اړخ د کوکنار کرنه د خپلو کورونیو لپاره تر ټولو ښه کښت بولي څو ورځې وړاندې په کندهار کې د کرنې او مالدارۍ ریاست د بدیل معیشت د څانګې مشر پژواک خبري اژانس ته ویلي چې په تېرو کلونو راهسی کندهار کې ډېر لږ کوکنار کرنه کېده خو سږ کال دغه کچه د دوی د اټکل له مخې ۷۵ سلنه پورته شوې.
له ځینو نورو سیمو په رپورونو کی ویل شوي چې سږکال د پخوا پر تله ډېر کوکنار کرل شوي لکه د ننګرهار ځینې لرې پرتې ولسوالۍ خو د طالبانو په حکومت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد د کوکنارو د کرنی د زیاتوالي خبره رد کړه. نوموړی زیاته کړی چې د کوکنارو د کر د مخنیوي لپاره اړ ده چې بدل کښت برابر شي او نړۍ هم دې لړ کې له افغانستان سره همکاری وکړي.
دا هم ولولئ | برتانیه پوځ تورن شوی افغان زندانیان وژلی
یو کروندګر ویلي چې طالبانو هم د تېرو کلونو په اوږدو کې د تریاکو له کښت څخه لوړ عاید لاس ته راوړه او د کوکنار د کرنی له امله افغانستان کې لوی شمېر ځوانان په مخدره توکو روږدې شوي. افغانستان په نړۍ کې تر ټولو زیات تریاک تولیدونکی هیواد دی چی د یوه اټکل له مخې افغانستان کې د نړۍ اتیا سلنه تریاک تولیدېږی چې د طالبانو لومړي واک پرمهال افغانستان کې د کوکنار کرنه صفر ته راټیټ شوی
ځینو طالب چاروفاکو ویلي لکه د تېر په څېر به افغانستان کې د کوکنارو کښت له منځه وړي خو دا ځل د طالبانو حکومت اوس مهال پوری د کوکنار د کرنید مخنیوي او د نشه یي توکو د قاچاق وړونکو پر وړاندې کار نه دی کړی.